خبرگزاری افغان ایرکا | Afghan Irca News Agency
تاریخ انتشار: 1391/03/03 11:54کد خبر: 10276
امریکایی سناتورانو له پاکستان سره د مرستو په کمولو موافقه وکړه .

امریکایی سناتورانو له پاکستان سره د مرستو په کمولو موافقه وکړه

امریکایی سناتورانو له پاکستان سره د مرستو په کمولو موافقه وکړه - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

د رویټرز د راپور له مخې د امریکا په سنا جرګه کې یوې فرعی کمیټې پرون له پاکستان سره د مرستو کمولو طرحې ته رایه ورکړه او ګواښ ېې وکړ که اسلام آباد د ناټو د کاروانونو پر مخ خپلې لارې خلاصې نه کړی له دې هیواد سره به د امریکا مرستې نورې هم کمې شی . د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو مرستو د فرعی کمیټې مشر پاتریک لیهی وویل دې کمیټې د اوبا ما په غوښتنې سره له پاکستان سره خپلې مرستې په 2013 م کال کې 58 سلنه کمې کړې دی . جمهوری غواړی سناتور لیندیزی ګراهام هم وویل د دې کمیټې د پریکړې په اساس له اسلام آباد سره د امریکا مرستې به یواځې 50 میلیون ډالرو ته محدودې شی . ګراهام زیاته کړه موږ خپلو هغو هم تړونو ته چې سمه ملګرتیا نه راسره کوی پیسې نه ورکوو . د بودیجې د تخصیص د فرعی کمیټې پریکړه باید د سنا جرګې او کانګریس په تصویب هم ورسی تر څو عملی بڼه خپله کړی .
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه

تگ‌ها:

نظرات مخاطبان