خبرگزاری افغان ایرکا | Afghan Irca News Agency
تاریخ انتشار: 1391/03/08 18:10کد خبر: 10339
د ایساف په دوو لوېدلو چورلکو کې دوه سرتېری وژل شوی

د ایساف په دوو لوېدلو چورلکو کې دوه سرتېری وژل شوی

د ایساف په دوو لوېدلو چورلکو کې دوه سرتېری وژل شوی - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

ایساف وایی چې د افغانستان په ختیځ کې یې یې نن دوه چورلکې غورځېدلې او په یوه کې یې دوه سرتېری وژل شوی دی. په کابل کې د ایساف مطبوعاتی دفتر له خوا د غبرګولی په 8مه، پژواک خبری اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې دواړه چورلکې یې نن د افغانستان په ختیځ کې غورځېدلې دی. په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې په لومړۍ چورلکه کې یې سرتېری وژل شوی نه دی؛ په چورلکه کې ناست کسان د ایساف نږدې مرکز ته لېږدول شوی او د پېښې په اړه څېړنې پیل شوې دی. سرچینې زیاته کړې، په بله چورلکه کې د ایساف دوه سرتېری وژل شوی دی؛ خو د سرتېرو هویت یې نه دى په ډاګه کړى. باید وویل شی، چې په ختیځ کې د ایساف امریکایی سرتېری مېشت دی. په خبرپاڼه کې راغلی، چې دوى د دې پېښې د رامنځ ته کېدو د څرنګوالی په اړه څېړنې پیل کړې دی؛ خو لومړنیو راپورونو ښودلې چې د پېښې په سیمه کې مخالفین نه تر سترګو کېدل. دغه راز ایساف ویلی، چې په دې پېښه کې عامو وګړو ته هم زیان نه دى اوښتى. د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوال محمد حنیف حنیفی پژواک اژانس ته وویل، دوى ته هم د سیمې خلکو ویلی، چې هلته د ایساف یوه چورلکه غورځېدلې ده. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوی، چې دوى د بهرنیو ځواکونو یوه چورلکه د میدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې ویشتې ده. هغه زیاته کړه، چې دا چورلکه یې د نرخ د تیتمور په سیمه کې غورځولې او په کې ګڼ شمېر امریکایی سرتېری وژل شوی دی. دغه راز نوموړی وویل، چې نن غرمه یې د پکتیکا ولایت په سرروضه ولسوالۍ کې هم یوه چورلکه ویشتې او په کې ناست اته سرتېری وژل شوی دی. د یادو دوو سرتېرو په وژل کېدو سره، په روان زېږدیز کال کې د ایساف د وژل شویو سرتېرو شمېره 174 تنو ته ورسېده. د یادونې وړ ده چې تېر کال د زمری په 16مه، د میدان وردګو په سید اباد ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو له خوا د ایساف یوه چورلکه وېشتل شوې وه، چې له امله د ملی اردو اووه او 30 امریکایی کومانډو سرتېری وژل شوی وو.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه

تگ‌ها:

نظرات مخاطبان