خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/05/06 0:0کد خبر: 1037

ختیځ کې سېلابونو 30 تنه مړه او نادرکه کړل

ختیځ کې سېلابونو 30 تنه مړه او نادرکه کړل - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د ختیځ په څلورو واړو ولایتونو کې له تېرې شپې راهیسې سخت سېلابونه راوتی، چې له کبله یې یو دېرش تنه مړه او نادرکه دی. دغه راز د دغو سېلابونو له کبله په زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه او نورې ودانۍ زیانمنې شوی دی. د سېلابونو تر ټولو زیانمنه سیمه د لغمان مرکز او یو شمېر ولسوالۍ دی، چې د والی د ویاند ګل رحمان همدرد په وینا لس تنه یې مړه کړی، شل نور یې نادرکه کړی او همدا شان یې سلګونه څاروی، پنځوس زره جریبه ځمکه او لسګونه کورونه زیانمن او له منځه وړی. د بل ختیز ولایت نورستان په بېلا، بېلو سیمو کې هم درانه سېلابونه راوتی . د دې ولایت د ولایتی شورا رئېس عنایت الله مذهبیار کلید ته وویل، چې هلته په وانت ولسوالۍ کې د یوه روغتیایی مرکز کارکوونکى سېلابونو مړ کړى. همدا شان د ننګرهار د طبیعی پېښو پروړاندې د چمتوالی ادارې رئیس عبدالوهاب شېرزاد وایی، چې د دې ولایت په بېلا، بېلو ولسوالیو او د ښار ځینو سیمو کې سېلابونو زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې او د میلونونو افغانیو مالی زیان یې اړولى. د کونړ د والی ویاند ادریس غروال هم کلید ته د دې ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د سېلابونو د راوتو خبرورکړ، خو په وینایې، هلته یوازې کرنیزې ځمکې او کورونه ویجاړشوی، خو کوم ځانی زیان نه لری. د ختیز د څلورو واړو ولایتونو چارواکو له سېلاب ځپلو سره د مرستو لپاره خپل شته امکانات کم وبلل او له مرکزی حکومت او مرستندویو ادارو یې سېلاب ځپلو سره د مرستې غوښتنه وکړه. سېلاب ځپلی خلک بیا پرحکومت نیوکه لری، چې دوى سره د مرستې په نامه ادارې یې جوړې کړی، خو داسې پلانونه او اسانتیاوې یې په واک کې نه دی ورکړی، چې ترپېښو وروسته په بېړنی ډول دوى سره مرسته وکړی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.