خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/05/06 0:0کد خبر: 1038

د امروز تلویزون پر خپرونو بندیز ولګېد

د امروز تلویزون پر خپرونو بندیز ولګېد - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د وزیرانو د شورا د پرېکړې په ترڅ کې تېره ورځ د خصوصی امروز تلویزیون په ټولو خپرونو او د یو شمېر نورو تلویزیونونو پر یو شمېر خپرونو بندیزونه ولګیدل. امروز تلویزیون د هغه څه له امله، چې دولت یې مذهبونو او ملی وحدت ته لمن وهل او د اختلافاتو رامنځته کول او هغه د ملی حاکمیت په زیان بولی، نو وزیرانو د خپلې شورا د پرېکړې په ترڅ کې د اسد په څلورمه اطلاعاتو او کلتور وزارت ته دنده وسپارله، ترڅو د امروز تلوېزیون خپرونې د دولت د دوهم حکم پورې وځنډوی. د وزیرانو د شورا په پرېکړه لیک کې راغلی دی، چې امروز تلویزیون د اساسی قانون د نهه پنځوسمې مادې، چې په کې راغلی دی، هېڅوک نشی کولاى په دې اساسی قانون کې له راغلو آزادیو او حقوقوڅخه په ناوړه استفاده د هېواد د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا، ملی واکمنۍ او ملی وحدت پرضد عمل وکړی. د امروز تلویویزون ټولې خپرونې لا تر دې مهاله او همدا راز د یک او طلوع تلویزیونونو په بازی بخت خپرونو هم بندیز لګېدلی دی. د یادوتلویزیونو د بندیز په اړه بېلابېل غبرګونونه وشول. د ژورنالیستانو د ملی اتحادیې رئیس عبدالحمید مبارز د امروز تلویزیون د بندیدو ملاتړ کوی، خو زیاتوی، چې دولت دا حق نه لری، چې د یوې رسنۍ په خپرونو بندیز ولګوی. مبارز زیاتوی، چې که چېرې یاد تلویزیون د رسنیو له قانونه سرغړونه کړې وی، نو د بندیز حق یې د رسنیو د سرغړونو کمېسیون او د اطلاعاتو او کلتور وزارت لری. د نى یا د خپلواکو رسنیو د ملاتړ د اداراې رئیس صدیق الله توحیدی هم په همدې نظردى اوزیاتوی، چې د امروز تلویزیون بندېدا د قانون خلاف کړنه ده او جمهورئیس او وزیرانو شورا د دې حق نه لری، چې د یوتلویزیون خپرونې بې له دې، چې عدلیی ارګانونه یې وڅېړی وتړی. د امرزو تلویزیون رئیس او د ولسی جرګې غړى نجیب الله کابلى وایی، تلویزیون یې له تیرې ورځې بند دى. د کابلی په وینا، ده هېڅکله هم چا ته توهین نه دى کړى. د ده په وینا، افغان دولت د ایران د سفارت په خوښه او غوښتنه د امروز تلویزیون خپرونې بندې کړی دی. وموغوښل، چې د یادو کسانو د څرګندونو په اړه د اطلاعاتو او کلتور وزارت او په ځانګړی توګه د یاد وزارت د نشراتو مرستیال نظر واخلو خو د بیا بیا اړیکو ټینګو سره سره بیا هم هغوى دې تیار نشول، چې مرکه وکړی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.