خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د امروز تلویزون پر خپرونو بندیز ولګېد

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
د وزیرانو د شورا د پرېکړې په ترڅ کې تېره ورځ د خصوصی امروز تلویزیون په ټولو خپرونو او د یو شمېر نورو تلویزیونونو پر یو شمېر خپرونو بندیزونه ولګیدل.
امروز تلویزیون د هغه څه له امله، چې دولت یې مذهبونو او ملی وحدت ته لمن وهل او د اختلافاتو رامنځته کول او هغه د ملی حاکمیت په زیان بولی، نو وزیرانو د خپلې شورا د پرېکړې په ترڅ کې د اسد په څلورمه اطلاعاتو او کلتور وزارت ته دنده وسپارله، ترڅو د امروز تلوېزیون خپرونې د دولت د دوهم حکم پورې وځنډوی.
د وزیرانو د شورا په پرېکړه لیک کې راغلی دی، چې امروز تلویزیون د اساسی قانون د نهه پنځوسمې مادې، چې په کې راغلی دی، هېڅوک نشی کولاى په دې اساسی قانون کې له راغلو آزادیو او حقوقوڅخه په ناوړه استفاده د هېواد د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا، ملی واکمنۍ او ملی وحدت پرضد عمل وکړی.
د امروز تلویویزون ټولې خپرونې لا تر دې مهاله او همدا راز د یک او طلوع تلویزیونونو په بازی بخت خپرونو هم بندیز لګېدلی دی.
د یادوتلویزیونو د بندیز په اړه بېلابېل غبرګونونه وشول.
د ژورنالیستانو د ملی اتحادیې رئیس عبدالحمید مبارز د امروز تلویزیون د بندیدو ملاتړ کوی، خو زیاتوی، چې دولت دا حق نه لری، چې د یوې رسنۍ په خپرونو بندیز ولګوی.
مبارز زیاتوی، چې که چېرې یاد تلویزیون د رسنیو له قانونه سرغړونه کړې وی، نو د بندیز حق یې د رسنیو د سرغړونو کمېسیون او د اطلاعاتو او کلتور وزارت لری.
د نى یا د خپلواکو رسنیو د ملاتړ د اداراې رئیس صدیق الله توحیدی هم په همدې نظردى اوزیاتوی، چې د امروز تلویزیون بندېدا د قانون خلاف کړنه ده او جمهورئیس او وزیرانو شورا د دې حق نه لری، چې د یوتلویزیون خپرونې بې له دې، چې عدلیی ارګانونه یې وڅېړی وتړی.
د امرزو تلویزیون رئیس او د ولسی جرګې غړى نجیب الله کابلى وایی، تلویزیون یې له تیرې ورځې بند دى.
د کابلی په وینا، ده هېڅکله هم چا ته توهین نه دى کړى.
د ده په وینا، افغان دولت د ایران د سفارت په خوښه او غوښتنه د امروز تلویزیون خپرونې بندې کړی دی.
وموغوښل، چې د یادو کسانو د څرګندونو په اړه د اطلاعاتو او کلتور وزارت او په ځانګړی توګه د یاد وزارت د نشراتو مرستیال نظر واخلو خو د بیا بیا اړیکو ټینګو سره سره بیا هم هغوى دې تیار نشول، چې مرکه وکړی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.