خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
حامدکرزی د چین د بهرنیو اړیکو په پوهنتون کې وینا وکړه

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
حامدکرزی: د افغانستان او امریکا ستراتیژیکې همکارئ به هیڅکله هم له چین سره زموږ اړیکې کمزورې نه کړی
د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزی، نن له غرمې مخکې د چین د بهرنیو اړیکو په پوهنتون کې وینا وکړه او په دې باندې یې ټینګار وکړ چې د افغانستان ـ امریکا او نورو هېوادونو ترمنځ لاس لیک شوی ستراتیژیک تړونونه د افغانستان د ګاونډیانو او هیڅ دریم هېواد په زیان نه دی.
حامدکرزی د دغه پوهنتون استادانو او محصلینو ته وویل: په افغانستان کې د موقتې ادارې له جوړیدو وروسته موږ تل دا هڅه کړې ده چې له نړی، په ځانګړې توګه له خپلو ګاونډیانو او د سیمې له هېوادونو سره د متقابل احترام پر بنسټ اړیکې ټینګې او خپل بهرنی سیاست داسې عیار کړو چې له یو هېواد سره د نیکو اړیکو او دوستی ټینګښت له بل هېواد سره د اړیکو د خړ پړتیا سبب نه شی.
د هېواد جمهوررئیس وویل: افغانستان خپلې اړتیاوې لری او د همدغو اړتیاوو له مخې موږ له امریکا او نورو هېوادونو سره د ستراتیژیکو همکاریو سندونه لاس لیک کړل چې د همکاری همدغه سندونه له نړی سره زموږ اړیکې پیاوړې کوی.
حامدکرزی زیاته کړه: زموږ ګاونډیان او د سیمې هېوادونه باید ډاډه اوسی چې د همکاری دغه تړونونه به هیڅکله هم هیڅ بل هېواد، په ځانګړې توګه د افغانستان ګاونډیانو او د سیمې هېوادونو ته چې په سرکې یې زموږ دوست هېواد چین ولاړ دی، زیان ونه رسوی .
جمهوررئیس همدا راز وویل: د چین ولسی جمهوریت له افغانستان او پاکستان سره نیکې اړیکې لری او کولای شی پاکستان دېته وهڅوی چې له تروریزم او افراطیت سره په صادقانه او جدی ډول مبارزه وکړی.
د دغې وینا په پای کې حامدکرزی د نوموړی پوهنتون د چینایی او افغان محصلینو پوښتنو ته، ځوابونه وویل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د همکاریو پر پراختیا باندې ټینګار وکړ، چې برخه والو له خوښی څخه خپل احساسات څرګند کړل.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.