خبرگزاری افغان ایرکا | Afghan Irca News Agency
تاریخ انتشار: 1391/03/17 18:49کد خبر: 10457
حامدکرزی د چین د بهرنیو اړیکو په پوهنتون کې وینا وکړه

حامدکرزی د چین د بهرنیو اړیکو په پوهنتون کې وینا وکړه

حامدکرزی د چین د بهرنیو اړیکو په پوهنتون کې وینا وکړه  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

حامدکرزی: د افغانستان او امریکا ستراتیژیکې همکارئ به هیڅکله هم له چین سره زموږ اړیکې کمزورې نه کړی د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزی، نن له غرمې مخکې د چین د بهرنیو اړیکو په پوهنتون کې وینا وکړه او په دې باندې یې ټینګار وکړ چې د افغانستان ـ امریکا او نورو هېوادونو ترمنځ لاس لیک شوی ستراتیژیک تړونونه د افغانستان د ګاونډیانو او هیڅ دریم هېواد په زیان نه دی. حامدکرزی د دغه پوهنتون استادانو او محصلینو ته وویل: په افغانستان کې د موقتې ادارې له جوړیدو وروسته موږ تل دا هڅه کړې ده چې له نړی، په ځانګړې توګه له خپلو ګاونډیانو او د سیمې له هېوادونو سره د متقابل احترام پر بنسټ اړیکې ټینګې او خپل بهرنی سیاست داسې عیار کړو چې له یو هېواد سره د نیکو اړیکو او دوستی ټینګښت له بل هېواد سره د اړیکو د خړ پړتیا سبب نه شی. د هېواد جمهوررئیس وویل: افغانستان خپلې اړتیاوې لری او د همدغو اړتیاوو له مخې موږ له امریکا او نورو هېوادونو سره د ستراتیژیکو همکاریو سندونه لاس لیک کړل چې د همکاری همدغه سندونه له نړی سره زموږ اړیکې پیاوړې کوی. حامدکرزی زیاته کړه: زموږ ګاونډیان او د سیمې هېوادونه باید ډاډه اوسی چې د همکاری دغه تړونونه به هیڅکله هم هیڅ بل هېواد، په ځانګړې توګه د افغانستان ګاونډیانو او د سیمې هېوادونو ته چې په سرکې یې زموږ دوست هېواد چین ولاړ دی، زیان ونه رسوی . جمهوررئیس همدا راز وویل: د چین ولسی جمهوریت له افغانستان او پاکستان سره نیکې اړیکې لری او کولای شی پاکستان دېته وهڅوی چې له تروریزم او افراطیت سره په صادقانه او جدی ډول مبارزه وکړی. د دغې وینا په پای کې حامدکرزی د نوموړی پوهنتون د چینایی او افغان محصلینو پوښتنو ته، ځوابونه وویل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د همکاریو پر پراختیا باندې ټینګار وکړ، چې برخه والو له خوښی څخه خپل احساسات څرګند کړل.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه

تگ‌ها:

نظرات مخاطبان