خبرگزاری افغان ایرکا | Afghan Irca News Agency
تاریخ انتشار: 1391/03/19 16:10کد خبر: 10482
په پاکستان کې د حقانی شبکې فعالیت نور نشو زغملای

په پاکستان کې د حقانی شبکې فعالیت نور نشو زغملای

په پاکستان کې د حقانی شبکې فعالیت نور نشو زغملای - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

ز موږ حوصله وروستی حد ته رسیدلې ده. له همدې امله دا ډیره مهمه ده چې پاکستان ددغو پتڼځایونو د له منځه وړلو لپاره اقدام وکړی." د امریکا د دفاع وزیر له پولی اخوا د حقانی شبکې خوندی ځایونه یوه زیاتیدونکې اندیښنه وبلله او ویې ویل، نور یې په اړه د دوی زغم خپل وروستی حد ته رسیدلی دی. ښاغلی بنیتا وویل، چې د دغو خوندی پټنځایونو په موجودیت کې د یوه خوندی افغانستان رامنځ ته کول یو ستونزمن کار دی. نوموړی له خپل افغان سیال عبدالرحیم وردګ سره په ګډ خبری کنفرانس کې خبرې کولې وویل، چې پاکستان باید نور د دغو پټنځایونو پر ضد اقدامات وکړی: "دا یوه زیاتیدونکی اندیښنه ده، چې دغه پټنځایونه موجود دی او د حقانی شبکې په شان ترینه ګټه اخلی چې زموږ پر ځواکونو حملې وکړی. زموږ حوصله وروستی حد ته رسیدلې ده. له همدې امله دا ډیره مهمه ده چې پاکستان ددغو پتڼځایونو د له منځه وړلو لپاره اقدام وکړی." ښاغلی پنیټا د هند له مرکز نوی ډهلی نه کابل ته رسیدلی دی. کابل ته دده د سفر د افغانستان د امنیتی وضعیت جاج اخیستل په ګوته شوی دی. نوموړی په نوی ډهلی کې هم د پاکستان په قبایلی خاوره کې د خپل هیواد د بې پیلوټه الوتکو د حملو ننګه وکړه. پنیتا وویل چې دغه حملې د پاکستان په ملی حاکمیت پورې اړه نه لری بلکې په افغانستان کې د دوی د عسکرو د امنیت لپاره کیږی. په کابل کې له پنیتا سره په ګډ خبری کنفرانس کې د افغانستان د دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردګ هم په افغانستان کې د امنیت لپاره په پاکستان کې د وسلوالو مخالفینو د پټنځایونو په له منځه تلو ټینګار وکړ. نوموړی تمه وښودله چې پاکستان به بالاخره ددغو پټنځایونو په له منځه وړلو کې له افغانستان سره د همکارۍ اهمیت درک کړی: "موږ تمه لرو چې دوی به په تدریجی توګه دې نتیجې ته ورسیږی، چې له موږ سره همکاری وکړی، نو که دغه همکاری رامنځ ته شی، نو بیا به موږ وکولای شو، چې د ترهګرو قومانده، روزنه او د وسلو رانیول له منځه یوسی او همداراز وکولای شو چې د دوی مشرتابه له منځه یو سو یا یې هم ونیسو. او که د هغوی همکاری نه وی، نو زموږ هدف چې کامیابی ترلاسه کړو، ستونزمن کیږی." که څه هم پاکستان د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې ځان د امریکا ملګری بولی، خو ددې هیواد په خاوره کې د افغان دولت د وسلوالو مخالفینو د پټنځایونو موجودیت د پاکستان دغه ملګرتیا تر پوښتنې اوشک لاندې راوستې ده. افغان او امریکایی چارواکی وایی چې وسلوالو مخالفین د پاکستان له خاورې په افغانستان کې دننه په افغان او امریکای عسکرو د بریدونو پلانونه تنظیموی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه

تگ‌ها:

نظرات مخاطبان