خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1391/03/22 18:8کد خبر: 10521
جمهور رئیس حامد کرزی د فرانسې د دفاع له وزیر سره وکتل

جمهور رئیس حامد کرزی د فرانسې د دفاع له وزیر سره وکتل

جمهور رئیس حامد کرزی د فرانسې د دفاع له وزیر سره وکتل  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی نن له غرمې مخکې د فرانسې ددفاع له وزیر ښاغلی ژان ایف لودغه سره وکتل. په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د هېواد جمهور رئیس په کاپیسا ولایت کې د ځانمرګی برید له امله د څلورو فرانسوی سرتېرو د وژل کېدو او یو شمېر نورو د ټپی کېدو له امله د فرانسې حکومت او خلکو ته خواشینی څرګنده کړه. د فرانسې ددفاع وزیر هم د افغانستان جمهور رئیس او خلکو ته د هغو ملکی وګړیو په اړه چې په کاپیسا ولایت کې د نوموړی ځانمرګی برید له امله ټپیان شوی وو، د خپل هېواد په استازیتوب غمشریکی او خواشینی څرګنده کړه. دغه راز ژان ایف حامد کرزی ته د فرانسې د جمهور رئیس نېکې هیلې او احترامات وړاندې کړل، زیاته یې کړه چې فرانسه د افغانستان د جمهور رئیس هغې پرېکړې ته په پام سره چې د امنیتی مسؤولیتونو د لېږد په درېیم پړاو کې یې د کاپیسا ولایت هم شامل کړی دی، دغه هېواد غواړی د خپل سرتېرو وتل د راتلونکی عیسوی میاشتې په شروع کې پیل کړی. د فرانسې ددفاع وزیر ډاډ ورکړ چې هېواد به یې په راتلونکی کې هم د افغانستان او فرانسې تر منځ د لاسلیک شوې معاهدې په چوکاټ کې له افغانستان سره خپلو مرستو په ځانګړی ډول د امینتی ځواکونو روزنې ته دوام ورکړی. همدا راز د فرانسې دفاع وزیر خبر ورکړ چې د افغانستان او فرانسې تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو لاسلیک شوې معاهده به ددغه هېواد پارلمان ته د تصویب لپاره ولېږل شی. د هېواد جمهور رئیس د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو ته چې په دې غونډه کې یې حضور درلود، دنده وسپارله تر څو د فرانسوی سرتېرو د وتلو په برخه کې ددغه هېواد د پرېکړې د عملی کولو لپاره په تمامه معنی همکار واوسی او پدې برخه کې لازم اقدامات دې تر سره کړی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.