خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
ترینکوټ کې قران کریم ته د سپکاوی پرضد لاریون

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې سلګونو کسانو د ناټو ځواکونو له خوا قران کریم ته د سپکاوی پر ضد لاریون وکړ.
لاریون کوونکی نن سهار په نهو بجو د ترینکوټ ښار په جامع جومات کې را ټول شوی وو او بیا یې د ولایت مقام مخې ته د تګ هڅه کوله، چې د پولیسو له خوا یې مخه ونیول شوه.
لاریون کوونکو رسنیو ته وویل، چې ناټو ځواکونو پرون د ترینکوټ ښار د مراباد په سیمه کې کور په کور عملیات ترسره کول.
هغوی زیاته کړه، چې د عملیاتو پرمهال له یوه کور څخه ښځو دوى ته قران کریم راووېست او ورته یې وویل، چې د قران کریم په روى مو مه ځوروئ.
د دوى په وینا بهرنیو ځواکونو قران کریم پر چاقوګانو او برچو وواهه او څېرې یې کړ.
دغه راز نن سهار د مراباد د سیمې اوسېدونکی، چې زیانمن شوى قران کریم هم ورسره وو، غوښتل یې، چې ترینکوټ ښار ته راشی، خو د پولیسو له خوا یې مخه ونیول شوه.
لاریون کوونکیو، چې کله غوښتل د ولایت مقام لوری ته ولاړ شی، د پولیسو له خوا پرې هوایی ډزې وشوې او هغوى یې له مخکې تګ څخه منع کړل.
له نن سهار راهیسې ترینکوټ ښار ته ننوتونکې لارې بندې او ټول ترینکوټ ښار تړل شوى دى .
ځایی دولتی چارواکو او ناټو ځواکونو په دغه اړه له څه ویلو ډه ډه کړې ده.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.