خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
سالنگ کې ترافیکی پېښې 9 تنو ته مرگ ژوبله واړوله

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
د کابل- مزار شریف پر لویه لاره نن سهار د ترافیکی پېښې له کبله یو تن مړ او 8 نور ټپیان شول .
د بغلان ولایت د ترافیکو مدیر سید محبوب سادات کلید ته وویل، نن سهار یو 303 موټر، چې له کابل څخه د مزار پر لور روان و، د شمالی سالنگ په سیمه کې د ترافیکی پېښې ښکار شو .
د سادات په وینا، په دغه پېښه کې یو تن وژل شوى او اته نور ټپیان دی، چې د دریو ټپیانو روغتیایی حالت د اندیښنې وړ دى.
سادات د ترافیکی پېښې لامل د موټر چلوونکی بې احتیاطی او زیات سرعت په گوته کړ.
په دغه وروستیو کې د هېواد په لویو لارو ترافیکی پېښې زیاتې شوی، چې چارواکو یې علت د سرک د غاړې بمی چاودنو له کبله د سرک خرابوالى ښیی
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.