خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1391/04/08 18:27کد خبر: 10689
په پلخمری کې چاودنې یوتن وواژه او پنځه یې ټپیان کړل

په پلخمری کې چاودنې یوتن وواژه او پنځه یې ټپیان کړل

په پلخمری کې چاودنې یوتن وواژه او پنځه یې ټپیان کړل - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د بغلان ولایت په مرکز پلخمری کې د تېلو په ټانکر کې د چاودنې له امله یوتن ووژل شو او پنځه نور ټپیان شول. د بغلان د امنیه قوماندانۍ د استخباراتو مدیر سکندر پژواک خبری اژانس ته وویل، چې چاودنه نن له غرمې وروسته شاوخوا څلورنیمې بجې، په ټانکر کې د چسپکی ماین له امله رامنځ ته شوه. هغه زیاته کړه، چې د چاودنې له امله اورلګېدنه هم رامنځ ته شوې، چې په ترڅ کې یې مالی او ځانی زیانونه اوښتی دی. د سکندر په وینا، په دې پېښه کې یوتن وژل شوى، 4 نور ټپیان شوی او 15 هټۍ سوځېدلې دی. خو د پلخمری ښار روغتون سرطبیب ډاکټر ګل محمد وردګ پژواک ته وویل، چې دوى ته تردې مهاله یو مړى او پنځه تنه ټپیان راوړل شوی دی. نوموړی زیاته کړه، چې د ټپیانو له ډلې یوتن رخصت شوى او 4 نور په روغتون کې بستر دی. د استخباراتو مدیر وایی، چې اورلګېدنه دوام لری، خو اطفائیه رارسېدلې او د اور د کابو کولو هڅه کوی. په سیمه کې د یوه موبایل پلورنځی خاوند محمد اعظم، چې هټۍ یې سوځېدلې، پژواک ته وویل، چې اور په ډېرې تېزۍ سره د ده دوکان ته راورسېد او د دوکان ټول توکی یې له خاورو سره خاورې شول. ده ادعا وکړه، چې د یو میلیون افغانیو مالی زیان وراوښتى دى. له بلې خوا پولیس وایی، تراوسه نه ده معلومه ، چې یاد شوى چسپکی ماین د چا له خوا ځاى پر ځاى شوى وو. د دې چاودنې مسوولیت هم تردې دمه چا پر غاړه نه دى اخیستى.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.