بېرته
په پلخمری کې چاودنې یوتن وواژه او پنځه یې ټپیان کړل
په پلخمری کې چاودنې یوتن وواژه او پنځه یې ټپیان کړل
د خپرېدو نېټه: 1391/04/08 18:27د خبر شمېره: 10689سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د بغلان ولایت په مرکز پلخمری کې د تېلو په ټانکر کې د چاودنې له امله یوتن ووژل شو او پنځه نور ټپیان شول.
د بغلان د امنیه قوماندانۍ د استخباراتو مدیر سکندر پژواک خبری اژانس ته وویل، چې چاودنه نن له غرمې وروسته شاوخوا څلورنیمې بجې، په ټانکر کې د چسپکی ماین له امله رامنځ ته شوه.
هغه زیاته کړه، چې د چاودنې له امله اورلګېدنه هم رامنځ ته شوې، چې په ترڅ کې یې مالی او ځانی زیانونه اوښتی دی.
د سکندر په وینا، په دې پېښه کې یوتن وژل شوى، 4 نور ټپیان شوی او 15 هټۍ سوځېدلې دی.
خو د پلخمری ښار روغتون سرطبیب ډاکټر ګل محمد وردګ پژواک ته وویل، چې دوى ته تردې مهاله یو مړى او پنځه تنه ټپیان راوړل شوی دی.
نوموړی زیاته کړه، چې د ټپیانو له ډلې یوتن رخصت شوى او 4 نور په روغتون کې بستر دی.
د استخباراتو مدیر وایی، چې اورلګېدنه دوام لری، خو اطفائیه رارسېدلې او د اور د کابو کولو هڅه کوی.
په سیمه کې د یوه موبایل پلورنځی خاوند محمد اعظم، چې هټۍ یې سوځېدلې، پژواک ته وویل، چې اور په ډېرې تېزۍ سره د ده دوکان ته راورسېد او د دوکان ټول توکی یې له خاورو سره خاورې شول.
ده ادعا وکړه، چې د یو میلیون افغانیو مالی زیان وراوښتى دى.
له بلې خوا پولیس وایی، تراوسه نه ده معلومه ، چې یاد شوى چسپکی ماین د چا له خوا ځاى پر ځاى شوى وو.
د دې چاودنې مسوولیت هم تردې دمه چا پر غاړه نه دى اخیستى.