خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1391/04/08 18:33کد خبر: 10693
جاپان افغانستان ته 500 تحصیلی بورسونه ورکوی

جاپان افغانستان ته 500 تحصیلی بورسونه ورکوی

جاپان افغانستان ته 500 تحصیلی بورسونه ورکوی  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

جاپان هېواد به په راتلونکو پنځو کلونو کې په بېلا بېلو برخو کې 500 افغان محصلینو ته د لوړو زده کړو زمینه برابره کړی. د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی د جاپان د بهرنیو چارو وزارت له سلاکارې مېرمن ساداکو اوګاتا سره په کتنه کې چې نن له غرمې وروسته په ارګ کې ترسره شوه، ددغو تحصیلی بورسونو او په افغانستان کې د لوړو زده کړو د بهبود په اړه خبرې اترې وکړې. مېرمن اوګاتا د جاپان لخوا په راتلونکو پنځو کلونو کې د افغانستان له محصلینو سره د 500 تحصیلی بورسونو یادونه وکړه ویې ویل چې اوس مهال په جاپان کې 40 افغان محصلین په زده کړو بوخت دی او دوهمه ډله محصلین به هم د روان میلادی کال په سپټمبر میاشت کې دغه هېواد ته د لوړو زده کړو لپاره لاړ شی. دغه راز په دې کتنه کې دواړو لوریو په توکیو کې د کنفرانس د تیاریو، د کرنې د ودې او په افغانستان کې د جاپانی پانګوالو د تشویقولو په اړه هم خپل نظرونه شریک کړل. د هېواد جمهور رئیس په تېرو کلونو کې له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې د جاپان د مرستو او دغه راز په توکیو کې د افغانستان په اړه د جوړیدونکی کنفرانس له امله مننه وکړه. همدا راز حامد کرزی په تېرو څو کلونو کې د افغانستان له خلکو سره د ژوندانه په بېلابېلو برخو کې د مېرمن اوګاتا د مرستو او همکاریو له امله مننه او قدردانی وکړه.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.