خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
جاپان افغانستان ته 500 تحصیلی بورسونه ورکوی

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
جاپان هېواد به په راتلونکو پنځو کلونو کې په بېلا بېلو برخو کې 500 افغان محصلینو ته د لوړو زده کړو زمینه برابره کړی.
د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی د جاپان د بهرنیو چارو وزارت له سلاکارې مېرمن ساداکو اوګاتا سره په کتنه کې چې نن له غرمې وروسته په ارګ کې ترسره شوه، ددغو تحصیلی بورسونو او په افغانستان کې د لوړو زده کړو د بهبود په اړه خبرې اترې وکړې.
مېرمن اوګاتا د جاپان لخوا په راتلونکو پنځو کلونو کې د افغانستان له محصلینو سره د 500 تحصیلی بورسونو یادونه وکړه ویې ویل چې اوس مهال په جاپان کې 40 افغان محصلین په زده کړو بوخت دی او دوهمه ډله محصلین به هم د روان میلادی کال په سپټمبر میاشت کې دغه هېواد ته د لوړو زده کړو لپاره لاړ شی.
دغه راز په دې کتنه کې دواړو لوریو په توکیو کې د کنفرانس د تیاریو، د کرنې د ودې او په افغانستان کې د جاپانی پانګوالو د تشویقولو په اړه هم خپل نظرونه شریک کړل.
د هېواد جمهور رئیس په تېرو کلونو کې له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې د جاپان د مرستو او دغه راز په توکیو کې د افغانستان په اړه د جوړیدونکی کنفرانس له امله مننه وکړه.
همدا راز حامد کرزی په تېرو څو کلونو کې د افغانستان له خلکو سره د ژوندانه په بېلابېلو برخو کې د مېرمن اوګاتا د مرستو او همکاریو له امله مننه او قدردانی وکړه.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.