خبرگزاری افغان ایرکا | Afghan Irca News Agency
تاریخ انتشار: 1391/04/13 18:51کد خبر: 10743
جمهور رئیس حامد کرزی په کندهار کې تروریستی برید په کلکه وغانده

جمهور رئیس حامد کرزی په کندهار کې تروریستی برید په کلکه وغانده

جمهور رئیس حامد کرزی په کندهار کې تروریستی برید په کلکه وغانده  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی په کندهار ولایت کې هغه تروریستی برید چې له امله یې زموږ یو شمېر بې ګناه هېوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته، په کلکه وغانده. د کندهار والی د دفتر د معلوماتو له مخې، یو ځانمرګی برید کوونکی پرون مازدیګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر د کندهار پوهنتون ته څېرمه وچواوه، چې له امله یې زموږ اووه تنه بې ګناه هېوادوال شهیدان او درویشت نور ټپیان شول. د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی دغه تروریستی برید په کلکه وغانده ویې ویل چې د پردیو ګومارل شویو مزدورانو د افغانانو د وژنې او په افغانستان کې د ناامنۍ د رامنځته کولو لپاره یو ځل بیا په نه بخښوونکی جنایت لاس پورې کړ. جمهور رئیس زیاته کړه: د افغانستان د خلکو دښمنان باید پوه شی چې دوی به زموږ د بې ګناه خلکو په وژلو سره هېڅکله خپلو ناوړو ارمانونو ته ونه رسیږی. د افغانستان جمهور رئیس د خپلې ژورې خواشینۍ او ډاډګیرنې مراتب د شهیدانو پاتې کسانو ته څرګندوی او د لوی خدای (ج) له دربار څخه هغوی ته د جمیل صبر او ټپیانو ته د سملاسی روغتیا هیله کوی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه

تگ‌ها:

نظرات مخاطبان