خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1391/04/13 18:51کد خبر: 10744
حامدکرزی: نړیواله ټولنه دې له افغانستان سره د هغو لومړیتوبونو د تـحقق لپاره همـکاری وکړی چې د افغانانو لخوا تشخیص شوی دی

حامدکرزی: نړیواله ټولنه دې له افغانستان سره د هغو لومړیتوبونو د تـحقق لپاره همـکاری وکړی چې د افغانانو لخوا تشخیص شوی دی

حامدکرزی: نړیواله ټولنه دې له افغانستان سره د هغو لومړیتوبونو د تـحقق لپاره همـکاری وکړی چې د افغانانو لخوا تشخیص شوی دی  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس حامد کرزی، د بریتانیا د نړیوالې پراختیا له وزیر اندریو میچل سره، نن په ارګ کې وکتل. په دغه کتنه کې حامدکرزی لومړی د بریتانیا د هغو درې تنو عسکرو پر مړینه چې پرون د هلمند په ولایت کې ووژل شول، خواشینی څرګنده او د خپلې خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې مراتب یې ښاغلی اندریو میچل او د هغه له لارې د دغو عسکروکورنیو او د بریتانیا حکومت ته وړاندې کړل. د بریتانیا د نړیوالې پراختیا وزیر ښاغلی اندریو میچل هم د خپلو دریو تنو عسکرو پر وژل کیدو خواشینی وښوده، خو ډاډ یې څرګند کړ چې دا ډول پیښې به هیڅکله هم له افغانستان سره د بریتانیا په ژمنه کې کوم منفی بدلون رامنځته نه کړی. ده، د توکیو کنفرانس ته د اشارې په ترڅ کې وویل: ماته دنده راکړل شوې چې د بریتانیا د حکومت په استازیتوب د توکیو په کنفرانس کې چې د شیکاګو له کنفرانس وروسته ډیر مهم کنفرانس ګڼل کیږی، ګډون وکړم. د بریتانیا د نړیوالې پراختیا وزیر وویل چې د توکیو په کنفرانس کې افغانستان او نړیوالې ټولنې ته یو ځل بیا دا فرصت برابریږی چې په خپلو کې سره کینی او د افغانستان د راتلونکې لسیزې لپاره چې د بدلون د لسیزې په نوم یادیږی، لومړیتوبونه په ګوته او د هغو د عملی کولو لپاره د همکارۍ نوې ژمنې اعلان کړی. ښاغلی اندریو میچل د بریتانیا له اړخه ډاډ څرګند کړ چې هېواد به یې له افغانستان سره د ستراتیژیکو همکاریو په چوکاټ کې خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړی او د افغانستان خلک به یوازې پرې نه ږدی. حامدکرزی په تېرو کلونوکې د افغانستان له خلکو سره په بیلابیلو برخوکې د بریتانیا د مرستو او همکاریو له امله مننه وکړه او په راتلونکو کلونوکې یې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې او بریتانیا همکاری اړینه وبلله او په دې باندې یې ټینګار وکړچې نړیواله ټولنه دې له افغانستان سره د هغو لومړیتوبونو د تحقق لپاره همکاری وکړی چې د افغانانو لخوا تشخیص شوی دی. د هېواد جمهوررئیس همدا راز وویل افغانستان ژمن دی چې د ښې حکومتوالۍ او په هېواد کې د ډاډمن امنیت د ټینګښت لپاره رغنده ګامونه پورته او د رڼو انتخاباتو لپاره زمینه برابره کړی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.