خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1391/04/20 14:4کد خبر: 10789
کرزی: طالبانو په لومړی ځل د سولې خبرې منلې

کرزی: طالبانو په لومړی ځل د سولې خبرې منلې

کرزی: طالبانو په لومړی ځل د سولې خبرې منلې - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

ولسمشر وویل، دوه میاشتې وړاندې یو پلاوی هم د ګوانتانامو زندان ته د زندانیانو د لیدو لپاره استولی و او طالب بندیانو سره یې خبرې هم کړی دی. ولسمشر حامد کرزی ومنله، چې د لومړی ځل لپاره د طالبانو لوړپوړی پلاوی دوه اوونۍ وړاندې د جاپان په کیتو ښار د سولې د عالی شورا له استازو سره دا منلې، چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې غواړی. که څه هم پخوا څو ځلې د وسله والو طالبانو د سولې د خبرو اترو په اړه څرګندونې شوی، خو د ولسمشر کرزی په وینا دا لومړی ځل دی، چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو لپاره چمتووالی ښیی. ولسمشر کرزی وویل د کیټو غونډه د سولې د پروسې لپاره یو ښه اقدام وباله: ''دوه اوونۍ وړاندې د کیوټو په دوشیشه پوهنتون کې غونډه جوړه شوې وه چې د طالبانو، حزب اسلامی او د سولې د عالی شورا استازو په کې د افغانستان د سولې پر خبرو بحث کړی و. دغه خبرې خورا مهمې وې او د طالبان لوړپوړی چارواکی قاری دین محمد اعلان وکړ، چې دوی غواړی له افغان حکومت سره خبرې وکړی. دغه د دوشیشه پوهنتون یو ښه اقدام وو او نور به هم دوام وکړی.'' داسې هم ویل کېږی، چې ښایی دغه ډول خبرې نورې به جاپان کې ترسره شی. ښاغلی کرزی، چې د جاپان په پلازمېنه توکیو کې یې د دغه هېوادو د خبریالانو یوې ټولنې ته خبرې کولې وویل، افغان حکومت غواړی په ګوانتانامو کې افغان زندانیان یا خوشی شی او یا د هغو په خوښه افغانستان او یا هم قطر ته واستول شی. ولسمشر وویل، دوه میاشتې وړاندې یو پلاوی هم د ګوانتانامو زندان ته د زندانیانو د لیدو لپاره استولی و او طالب بندیانو سره یې خبرې هم کړی دی. وسله والو طالبانو هم تر دې وړاندې له افغان حکومت سره د سولې د خبرو لپاره د باور د رامنځه ته کېدو په موخه له ګوانتانامو زندان نه د خپلو ملګرو د خوشی کېدو غوښتنه کړې وه. ښاغلی کرزی دارنګه وویل، اوس چې نړیوالې ټولنې له افغان حکومت سره د راتلونکو لسو کلونو لپاره د مالی مرستو ټټر وهلی، نو د حکومت لومړنۍ دنده به یې په افغانستان د سولې راوستل او ښې حکومت ولۍ رامنځ ته کول وی. د افغانستان ولسمشر، چې اوسمهال په توکیو کې دی وایی، افغانستان ته د پاکستان د نوی لومړی وزیر راجه پرویز اشرف په سفر کې له هغه سره هم د سولې په اړه خبرې وکړی. که څه هم پاکستان پخوا څو څو ځلې له افغان حکومت سره د سولې په پروسه کې د مرستو ژمنې کړی، خو یو شمېر چارواکی وایی، چې پاکستان له زړه نه غواړی، چې پر طالبانو په افغانستان کې د سولې لپاره فشار راوړی
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.