خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
کرزى:انتخاباتی مبارزې دې د انتخاباتی قوانینو له مخې وشی

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه
افغان حکومت د ولسی جرګې د راتلونکو انتخاباتو له کاندیدانو څخه غوښتی، چې د بریا لپاره دې له پیسو او زور څخه کار وانخلی. ولسمشر کرزی د جمعې په ورځ په راډیو یی وینا کې وویل ، چې انتخاباتی مبارزې او د ډېرو راېو د ګټلو لپاره هڅې د هرکاندید حق دى، خو دغه حق باید په قانونی چوکاټ کې پلی شی. په همدې حال کې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون هم وایی، چې هېڅ کاندید د بریا لپاره نا مشروع لاره نشى غوره کولى.
په داسې حال کې، چې د روان کال د ولسی جرګې د راتلونکو انتخاباتو د کاندیدانو په اړه داسې ګنګوسې موجودې دی، چې دوی د بریا لپاره له پیسواو زورڅخه کاراخلی، خوافغان حکومت ټینګار کوی، چې د ولسی جرګې د انتخاباتو لپاره کاندیدان دې له پیسو او زورڅخه دې کار نه اخلی.
افغان ولسمشرحامد کرزی د جمعې په ورځ په یوه راډیویی وینا کې وویل، چې د کاندیدانو انتخاباتی مبارزې دې د انتخاباتی قوانینو له مخې وشی:
"انتخاباتی مبارزه او د زیاتو راېو د ګټلو لپاره هڅې د هر کاندید روا او قانونی حق دى خو د دې حق استفاده باید د قانون په چوکاټ کې وشی.
زموږ کاندیدان باید خپلې مبارزې د انتخاباتو د قانون او د هېواد د نورو قوانینوله روحیی او احکامو سره سمې پر مخ بوځی.
زور، تهدید، تخفیف او نورو هغو لارو څخه په استفاده چې قانون منع کړی قطعا جوازنه لری."
په همدې حال کې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون خبردارى ورکوی، هرهغه عمل، چې د افغانستان د قوانینو او د دغه کمیسیون د پروګرامونو په خلاف وی، د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له جدی غبرګون سره به مخ شی.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رئیس فضل احمدمعنوی وایی، چې هېڅ زور واک نه شی کولى، چې د انتخاباتو پروسه زیانمنه کړی:
"هغه پروسه چې په مخ کې یی لرو او هغه تیارى چې موږ نیولى، په هغې کې پیسې،زور، شتمنی او هېڅ نامشروع نفوس نه شی کولى، چې د انتخاباتو پروسه زیانمنه کړی.
په هغه ځاى چې موږ شک ولرو، نو صندوقونه به قرنطین شی او په انتخاباتی معیارونو به وڅېړل شی. له هغه پرته به ونه شمېرل شی."
تردې مخکې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د شفافو انتخاباتو د ترسره کېدو خبر ورکړى وو، خو اوس مهال داسې انتقادونه کیږی، چې د ولسی جرګې راتلونکو انتخاباتو ته کاندیدان په انتخاباتو کې د بریا لپاره د رایې ورکونې کارټونه په پیسو اخلی.
په پام کې ده، چې خلک د سنبلې یا وږی میاشتې په 27 نېټه د افغانستان د ولسی جرګې په انتخاباتو کې ګډون وکړی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.