خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/05/08 0:0کد خبر: 1087

په خیبر پښتونخوا کې سیلابونو زیات کورونه نړولی

په خیبر پښتونخوا کې سیلابونو زیات کورونه نړولی  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

په خیبر پښتونخوا کې د موسمی بارانونو لړۍ روانه ده او په بېلابېلو سیمو کې په سلګونو کلی او نورې ودانۍ په اوبو کې ډوبې شوی. ددغو سیلاوونو له امله مخابراتی سیستم جام شوی او د پېښور په ګډون په ټول ایالت کې د موبایل او لاینی تیلیفون تر څنګ انټرنېټ هم په ټپه درېدلی،چې له امله یې له چارواکیو او نورو ښارونو او سیمو سره اړیکې پرې شوی. د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه کره مالومات په لاس کې نشته، چارواکی په دې اړه بېلابېل ارقام ښیی، ایالتی حکومت د مړو شمېر 106 تنه ښیی،له بیړنیو پېښو سره د مبارزې ادارې نن سهار دغه شمېر 120 تنه ښودلې وه خو اوس وایی چې دوی ته د 150 تنو د مرګ راپور رسېدلی، بل خوا خپلواکو سرچینو او رسنیو بیا دا شمېر له دې څو وارې زیات ښودلی. د تیلیفونی اړیکو د نشتوالی له لامله د مالی زیان په اړه کره مالومات نه دی ترلاسه شوی او نه حکومت لا په دې اړه څه ویلی خو ویل کېږی چې په چارسده، شانګله، سوات، کالام او یو شمېر نورو سیمو کې په سلګونو کلی په اوبو کې ډوب شوی. په سوات،کالام،مدین،بحرین کې چې تفریحی سیمې دی له سلو ډېر هوټلونه او مېلمستونونه زیانمن شوی او یا نړېدلی. د پېښور ختیځ لور په نوښار کې مرکزی دولتی روغتون او نورې دولتی ودانۍ هم په اوبو کې ډوبې شوی او په همدې سیمه کې د اور ګاډی لیکه له منځه تللې او پېښور ته د رېل سفر ځنډېدلی. په زاخېلو،ادیزی، بډه بېره، باغبانان او نوښار کې د افغان کډوالو کمپونه په بشپړه توګه زیانمن شوی او ګڼ شمېر کورونه یې نړېدلی، په پېښور کې افغان کمېشنر جمال الدین شاه ازادۍ راډیو ته وویل، چې د یادو کمپونو څه د پاسه اووه زره تنه یې په یو شمېر دولتی ښوونځیو او نورو ودانیو کې ځای پر ځای کړی. جمال الدین شاه وایی، دی په خپله دغو سیمو ته ورغلی او د بې ځایه شوېو او زیانمنو شوېو کډوالو سره یې د لومړنیو مرستو په توګه سمدستی چارې پیل کړی. د هغه په وینا په لومړی سر کې هغوی ته د پخې ډوډۍ رسول پیل شوی او هڅه کوی چې کمبلې او نور مواد هم ورکړی. افغان کډوالو له پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارې له ادارې غوښتی چې له دوی سره بیړنی مرستې وکړی، په زرګونو تنه دغه کډوال چې په نا څاپی توګه له کورونو وتلی تر شنه اسمان لاندې وخت تېروی چې ګڼ شمېر ښځې، ماشومان او ناروغان هم په کې شامل دی. تراوسه د افغانانو د مرګ ژوبلې په اړه خبر نه دی ورکړل شوی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.