خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
ګیټس:د پټو رازونو افشا کول سرتېرو ته خطرناک دی

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
څو ورځې وړاندې د ویکی لیکس موسسې د افغانستان د جګړې یاداشتونه- تر سرلیک لاندې شاوخوا 91 زره پټ اسناد افشا کړل. په دې اسنادو کې د افغانستان له وسله والو سره د پاکستان د استخباراتی ادارې (اى، اس اى) د ملاتړ او د ایتلافی ځواکونو په هوایی بمبارېو او ځمکنیو عملیاتو کې د ملکی خلکو د مرګ ژوبلې په ګډون، مختلف راپورونه خپاره شوی دی.
د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر رابرت ګیتس د پنتاګون په خبری کنفرنس کې وویل، د ویکی لیکس موسسې له خوا د افغانستان د جګړې د زرونو پټو او محرمو اسنادو خپرول به په دې هېواد کې د امریکایی او ایتلافی ځواکونو لپاره ډېرجدی او خطرناکه عواقب ولری.
رابرت ګیتس دغه راز وویل، ویکی لیکس په انټرنټ کې د افغانستان د جګړې د راپورونو په خپرولو سره د امریکا د متحده ایالاتو دښمنانو ته د پوځ د تکتیکونو او تخنیک ګټور معلومات ورکړی دی. ښاغلی ګیتس وویل:
"د دې اسنادو د خپرولو عواقب د جګړې په ډګرکې خورا زیات دی او زموږ د سرتېرو، افغان ملګرو او متحدینو لپاره خطرناک دی.
دا ممکن د نړۍ په دغې مهمې برخې کې زموږ اړیکی او اعتبار له خطرسره مخامخ کړی."
د امریکا د دفاع وزیر زیاته کړه، وزارت یی زیار باسی چې د دې مسلې په اړه پراخ او جدی څیړنې وکړی او له هغو کسانو سره قانونی چال چلند وکړی چې دا اسناد یی افشا کړی دی. ګیتس وویل، د دفاع وزارت چارواکو د امریکا د استخباراتو فدرالی ادارې یا ایف-بی-اى څخه غوښتې چې په دې مسلې کې دی له دوی سره مرسته وکړی.
د ویکی لیکس موسسې مشر جولیان اسانګی چې د افغانستان د جګړې محرم اسناد یی افشا کړی، له خپل عمل څخه دفاع کړی او وایی، هیله من دی چې دا کار به د افغانستان د جګړې په اړه نوی بحثونه راپورته کړی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.