خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1391/04/31 18:7کد خبر: 10930
په خوګیاڼو کې چاودنې څلور عام وګړی ووژل

په خوګیاڼو کې چاودنې څلور عام وګړی ووژل

په خوګیاڼو کې چاودنې څلور عام وګړی ووژل - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د یوې چاودنې له امله څلور عام وګړی ووژل شول. د خوګیاڼو ولسوال حاجی سیدالرحمن د چنګاښ په 31مه ایرکا خبری آژانس ته وویل، چې دا چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا لس نیمې بجې شوې ده. هغه زیاته کړه، چې چاودنه د ملکی وګړو پر سراچه موټر د ولسوالۍ د کوز بیار په سیمه کې شوې، چې له امله یې څلور ملکی وګړی وژل شوی او دوه نور ټپیان دی. نوموړى وایی، چې په ټپیانو کې ښځې او ماشومان نشته او ټپیان ځایی کلینیک ته لېږدول شوی دی. د خوګیانو د کلینک یوه کار کوونکی چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله، وویل، چې د دوو ور وړل شوو ټپیانو روغتیایی حالت ښه نه دى. وسلوالو طالبانو تر اوسه د دې چاودنې په اړه څه نه دی ویلی. د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د ننګرهار امنیت یو ځل بیا خراب شوى، تېره اونۍ د تورخم-جلال اباد پر لویه لاره دوه ځایه چاودنې او برید شوى و، چې له امله یې ملکی وګړو او دولتی ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. دغه راز تېره شپه ګډو ځواکونو په سره رود ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو پر ضد عملیات کړی چې له امله یې یو ماشوم وژل شوى او دوه نور ټپی دی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.