خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
امنیت شورا د 5 طالبانو نومونه له تور لېسته ووېستل

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
د ملګرو ملتو امنیت شورا له خپلو وسله والو مخالفینو سره د افغانستان د دولت د پخلاینې د هلو ځلو د ملاتړ لپاره د جمعې په ورځ د طالبانو د پنځو غړیو نومونه له تورلېسته وه اېستل.
افغان حکومت د سولې د ملی مشورتی جرګې له پرېکړو وروسته هڅې پیل کړې، چې د ملګرو ملتو امنیت شورا قانع کړی، چې له خپل تور لېسته د لسو وسله والو طالبانو نومونه وباسی، خو دې شورا یوازې د پنځو کسانو نومونه ایستلی دی.
د امنیت شورا هغې کمېټې، چې د طالبانو او القاعده پرضد د بندیزونو څارنه کوی، وویل، هغه کسان، چې نومونه یې له تور لېسته اېستل شوی تر 2001 پورې یې د طالبانو د رژیم لپاره کار کاوه .
د دې کمېټې په وینا په دغو پنځو کسانو کې د عبدالحکیم مجاهد (چې په نیویارک کې د طالبانو استازى و)، محمد اورنګ (د کانونو پخوانی مرستیال وزیر)،، عبدالسلام ضعیف (په پاکستان کې د طالبانو سفیر)،عبدالستار پکتین (چې په بهرنیوچارو وزارت کې یې کار کاوه او یوه موده د عامې روغتیا وزارت مرستیال و) او دوه وژل شوی طالبان لکه عبدالصمد خاکسار او د بامیانو پخوانى والی محمداسلام محمدی شامل دی.
پر دې اساس امنیت شورا یوازې درې پخوانی طالب چارواکی له تور لېسته اېستلی، چې هغه هم په کابل کې اوسی او د څارونکو په وینا د کرزی د سولې او پخلاینې له بهیر سره ډېره مرسته نه شی کولی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.