خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/05/09 0:0کد خبر: 1101

امنیت شورا د 5 طالبانو نومونه له تور لېسته ووېستل

امنیت شورا د 5 طالبانو نومونه له تور لېسته ووېستل - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د ملګرو ملتو امنیت شورا له خپلو وسله والو مخالفینو سره د افغانستان د دولت د پخلاینې د هلو ځلو د ملاتړ لپاره د جمعې په ورځ د طالبانو د پنځو غړیو نومونه له تورلېسته وه اېستل. افغان حکومت د سولې د ملی مشورتی جرګې له پرېکړو وروسته هڅې پیل کړې، چې د ملګرو ملتو امنیت شورا قانع کړی، چې له خپل تور لېسته د لسو وسله والو طالبانو نومونه وباسی، خو دې شورا یوازې د پنځو کسانو نومونه ایستلی دی. د امنیت شورا هغې کمېټې، چې د طالبانو او القاعده پرضد د بندیزونو څارنه کوی، وویل، هغه کسان، چې نومونه یې له تور لېسته اېستل شوی تر 2001 پورې یې د طالبانو د رژیم لپاره کار کاوه . د دې کمېټې په وینا په دغو پنځو کسانو کې د عبدالحکیم مجاهد (چې په نیویارک کې د طالبانو استازى و)، محمد اورنګ (د کانونو پخوانی مرستیال وزیر)،، عبدالسلام ضعیف (په پاکستان کې د طالبانو سفیر)،عبدالستار پکتین (چې په بهرنیوچارو وزارت کې یې کار کاوه او یوه موده د عامې روغتیا وزارت مرستیال و) او دوه وژل شوی طالبان لکه عبدالصمد خاکسار او د بامیانو پخوانى والی محمداسلام محمدی شامل دی. پر دې اساس امنیت شورا یوازې درې پخوانی طالب چارواکی له تور لېسته اېستلی، چې هغه هم په کابل کې اوسی او د څارونکو په وینا د کرزی د سولې او پخلاینې له بهیر سره ډېره مرسته نه شی کولی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.