خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/05/09 0:0کد خبر: 1102

جولای، د امریکایانو لپاره تر ټولو خونړۍ میاشت

جولای، د امریکایانو لپاره تر ټولو خونړۍ میاشت - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

ناټو پرون اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د امریکا شپږ نور سرتېری ووژل شول او په دې ډول جولاى میاشت په تېرو نهوو کلونو کې په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو د تلفاتو ریکارډ مات کړ. تردې مخکې تېره جون میاشت د امریکایی او نورو نړیوالو ځواکونو لپاره په تېرو نهو کلونو کې تر ټولو خونړۍ میاشت وه ځکه، چې په جون کې د یو شمېر راپورونو له مخې 102 او د یو شمېر نورو له مخې 103 تنه نړیوال ځواکونه وژل شوی وو. خو روانه جولاى د جون په پرتله د نړیوالو ځواکونو لپاره زیاته خونړۍ نه ده. د ناټو ترمشرۍ لاندې ځواکونو پرون وویل، چې د دوی یو عسکر د طالبانو په حمله کې وژل شوى او دوه نور یې د افغانستان په جنوب کې د سړک د غاړې په بمی برید کې وژل شوی دی. وروسته په افغانستان کې مېشتو امریکایی پوځیانو وویل، چې د پنجشنبې په ورځ په جنوب کې په یوه بله پېښه کې د دوى درې نور پوځیان هم په یوه چاودنه کې وژل شوی دی. د دغو شپږو امریکایی پوځیانو له وژل کېدو سره په روان جولای کې (چې لا یې نن ورځ پاتې ده) د امریکایی پوځیانو د تلفاتو شمېر 66 تنو ته ورسېد. په جون کې، چې د نړیوالو او امریکایی ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ میاشت بلل شوې وه ، 60 امریکایی عسکر وژل شوی وو. په روان میلادی کال کې تر اوسه پورې 264 امریکایی پوځیان وژل شوی دی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.