خبرگزاری افغان ایرکا | Afghan Irca News Agency
تاریخ انتشار: 1389/05/09 0:0کد خبر: 1108

په کابل کې د کوپراتیفونو نړېواله ورځ ولمانځل شوه

په کابل کې د کوپراتیفونو نړېواله ورځ ولمانځل شوه  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نن په کابل کې د کوپراتیفونو نړېواله ورځ ولمانځله. د افغانستان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر په دې اړه په جوړې شوې غونډه کې د کوپراتیفونو په اغیزمن توب د ټینګار تر څنګ په هېواد کې د کوپراتیفونو د پیاوړتیا په برخه کې د افغانستان د کرنې له وزارت سره د فرانسې هېواد نوې مرسته هم اعلان کړه. فرانسې په افغانستان کې د کوپراتیفونو د پیاوړی کولو په هدف د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت سره 6،5 ملیونه یورو مرسته وکړه. د غه مرسته د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزیرانجنیر محمد اصف رحیمی د شنبې په ورځ په کابل کې د کوپراتیفونو د نړېوالې ورځې په مناسبت د دغه وزارت له خوا په جوړې شوې غونډه کې اعلان کړه. ښاغلی رحیمی وویل، چې د باغدارۍ د کوپراتیفونو د پیاوړتیا دغه پروژه به د اوس لپاره د کابل، پروان او کاپیسا ولایتونو لپاره وی: "نن موږ داسې یو تړون لاسلیکوو چې د کوپراتیفونو د پیاوړتیا په برخه کې د فرانسې هېواد مرسته عملاً پیل شی. د اوس لپاره په درېو ولایتونو، کابل، پروان او کاپیسا کې کار پیلیږی، خو دغه تجربې او کارونه به د ټول افغانستان لپاره ګټور وی، ځکه هرهغه چې موږ یې دلته زده کوو نورو ولایتونو ته یې هم لیږدوو." د ښاغلی رحیمې په وینا د افغانستان د باغدارۍ د کوپراتیفونو د پیاوړتیا په برخه کې دغه پروژه به تر راتلونکو څلور کلونو پورې پشپړه شی، چې ویل کیږی د څلویښتو کوپراتیفونو د اړتیاوو د ارزونې تر څنګ به د کوپراتیفونو غړو ته د کارو بار د طرحو برابرول او روزنه او دغه شان د قرضې د صندوق جوړول هم په کې شامل وی. په کابل کې د فرانسې د سفارت استازی لوک فرانسوا چې د مرستې د سند د لاسلیک پر مهال حاضر و ویې ویل، چې فرانسه د دغې پروژې له پیل څخه دوه مهم هدفونه لری: "دا یو ډیرښه فرصت دى، زموږ له دغې مرستې څخه یو هدف د کوپراتیفونو د پیاوړتیا په برخه کې د افغانستان د کرنې وزارت د پالیسۍ، هدفونو او استراتیژۍ ملاتړ دى او بل هدف مو د کوپراتیفونو د ریاست او بزګرانو ته د کرنې وزارت د خدمتونو پیاوړی کول دی، د کرنې د دغه نوی سکتور له پیل څخه موږ په رښتیا سره ملاتړ کوو." د ښاغلی فرانسوا په وینا د افغانستان د باغونو حاصلات په نړۍ کې له ښه نوم څخه برخمن دی او پکار ده چې دې برخه ته پام واړول شی. د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د معالوماتو له مخې اوس مهال په ټول افغانستان کې څه باندې 2700 کوپراتیفونه موجود دی چې شا او خوا درې سوه کوپراتیفونه یواځې سږ کال ثبت شوی دی، ویل شوی چې په دغو کوپراتیفونو کې د ښځو له خوا جوړ شوی کوپراتیفونه هم شامل دی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه

تگ‌ها:

نظرات مخاطبان