خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1391/05/22 19:17کد خبر: 11148
ټول خصوصی روغتونونه دې خپل روغتیایی خدمات د وزارت له مقرراتو سره سم اعیار کړی

ټول خصوصی روغتونونه دې خپل روغتیایی خدمات د وزارت له مقرراتو سره سم اعیار کړی

ټول خصوصی روغتونونه دې خپل روغتیایی خدمات د وزارت له مقرراتو سره سم اعیار کړی - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

دعامې روغتیا وزارت په دې وروستیو کې د روغتیایی خدماتو یوه نوې مقرره ترتیب کړې، څو د هېواد په ټولو خصوصی روغتونونو کې پلې شی. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایی، تراوسه په هېواد کې د یوه خصوصی روغتون روغتیایی خدمات هم معیاری نه دی. دعامې روغتیا وزارت په دې وروستیو کې د روغتیایی خدماتو یوه نوې مقرره ترتیب کړې، څو د هېواد په ټولو خصوصی روغتونونو کې پلې شی. دعامې روغتیا وزیرې ډاکثر ثریا دلیل د یکشنبې په ورځ په یوې خبری ناسته کې ټولو خصوصی روغتونونو ته خبرداری ورکړ؛ چې په یوه کال کې دې روغتیایی خدمات د ترتیب شوی مقررې سره سم اعیار کړی. "کله چې کوم خصوصی روغتون د دې مقررې له اصولو سرغړونه وکړی، توصیه کېږی، په دویم پړاو کې اخطار، بیا جریمه او که سرغړونه اصلاح نه شوه، روغتون یې تړل کېږی او د فعالیت جواز یې ترې اخیستل کېږی. سربیره پردې روغتونونه باید خپل اعلانانونه د مربوطه کمیسیون د منلو وروسته نشرکړی. " په افغانستان د خصوصی روغتونونو لپاره د معیاری روغتیایی خدماتو مقرره، د عامې روغتیا د وزارت له خوا په اوو فصلونو او درې پنځوس مادو کې ترتیب شوی او د وزیرانو شورا تصویب کړې ده. دعامې روغتیا وزارت وایی، په هیواد کې ټول دوه سوه شل خصوصی روغتونونه مکلف دی، چې سر له ننه د مقررې له اصولو سره سم عمل وکړی. د عامې روغتیا وزارت وایی، په دې مقرره کې، د خصوصی روغتونو چاپیریال، د روغتونو د خونو وضیعیت، د خدماتو کیفیت، د ډاکترانو فیسونه او داسې نور ذکرشوی دی. په افغانستان کې په وروستیو کلونو کې څه باندې دوه سوو خصوصی روغتونونو د فعالیت جوازاخیستی؛ خو خلک د دوی له خدماتو په بشپړه توګه راضی نه دی، دوی وایی، "ډیرروغتونه شته، چې خدمات یې معیاری نه دی، تکړه ډاکټران نه لری، ډېرروغتونونه په تنګو کرایی کورونو کې جوړ شوی چې روغتون ورته نه شی ویل کېدای." سره له دې چې اوسمهال په روغتونونو کې د روغتیایی خدماتو د پراختیا خبرې کېږی خو اوس هم ګڼشمیر افغانان د دوی ناروغان د درملنو لپاره ګاونډیو هېوادونو ته بوځی. خلک دا هم وایی، په خصوصی روغتونونو کې د خدماتو فیسونه د دوی له توانه پورته دی
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.