خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1391/05/24 17:26کد خبر: 11182
حامدکرزی د نیمروز په ولایت کې ځان مرګی تروریستی بریدونه په کلکه وغندل

حامدکرزی د نیمروز په ولایت کې ځان مرګی تروریستی بریدونه په کلکه وغندل

حامدکرزی د نیمروز په ولایت کې ځان مرګی تروریستی بریدونه په کلکه وغندل - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزی د نیمروز ولایت د زرنج په ښار کې ځان مرګی تروریستی بریدونه په کلکو ټکو وغندل. نن یو تن ځان مرګی برید کوونکی د نیمروز ولایت د روغتون په دروازه او دوو نورو ځان مرګو برید کوونکو د زرنج په ښارکې په ځان پورې تړلی چاودیدونکی توکی وچول چې له امله یې زموږ یو شمېر بې ګناه هېوادوال شهیدان او یو شمېر نور ټبیان شول. دری تنه نور ځان مرګی بریدکوونکی او تروریستان چې غوښتل یې د زرنج په ښارکې په تروریستی بریدونو لاس پوری کړی د نیمروز د امنیتی ځواکونو لخوا و وژل شول. حامدکرزی چې دا مهال په سعودی عربستان کې دی دغه تروریستی عملونه یې په کلکه وغندل، وې ویل چې تروریستان او د افغانستان د خلکو دښمنان دومره ذلیل شوی چې حتی د روژې په مبارک میاشت کې چې د خیر او برکت، توبې او عبادت میاشت ده، زموږ د بې ګناه او مسلمانو خلکو له وژلو څخه هم لاس نه اخلی. جمهوررئیس وویل: په روژه لرونکو مسلمانانو باندې برید کول له اسلام سره څرګنده دښمنی ده چې عاملین به یې د افغانستان د خلکو له کرکې او د لوی خدای له عذاب پرته نور څه ترلاسه نه کړی. حامدکرزی د زرنج په ښارکې د لازیاتې مرګې ژوبلې د مخنیوی او د درې تنو ترورستانو د له منځه په لاره کې د نیمروز ولایت د امنیتی ځواکونو زړورتیا ستایی . د هېواد جمهوررئیس د دغو تروریستی بریدونو د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوی او ټپیانو ته د لوی خدای له درباره د سملاسی روغتیاهیله کوی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.