خبرگزاری افغان ایرکا | Afghan Irca News Agency
تاریخ انتشار: 1391/05/27 6:58کد خبر: 11208
قدس شریف ،دپاکوالی بیلګه

قدس شریف ،دپاکوالی بیلګه

قدس شریف ،دپاکوالی بیلګه  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 7 دقیقه

دوستانوستاسې دروغتیا په هیله دادی نن داقصی جومات یعنې دسپیڅلتیا او مظلومیت دبیلګې په اړه له یوه څانګړی پروګرام سره ستاسې درانه خدمت ته حاضرشوی یو .هیله ده چې ترپایه راسره دملګرتیا فرصت ولری ؛ داقصی جومات دریم پاک حرم دی چې دمسلمانانولپاره په مکه کې له مسجدالحرام اوپه مدینه کې له مسجدالنبی وروسته له خورا ارزښت او اهمیت څخه برخمن دی . داقصی جومات دمسلمانانو لومړی قبله ده چې مسلمانانو څوکلونه دیاد جومات په لور لمونځ کاوه . عزیزانو دروژې مبارکې وروستی جمعه په اقصی جومات کې دنړی دهرې برخې دمسلمانانو دیووالی له ځلاندیوڅخه یوه ځلاده او روښانه بېلګه ده . په 1358 ه ش کال کې داسلامی انقلاب دمشر امام خمینی ره له پیامه وروسته او در وژې مبارکې دوروستی اونی دقدس په نامه له نومولو وروسته هرکال نړیوال په پرتمینو غونډو او ددې اونی په لمانځلوسره دقدس دازادی او له صهیونست رژیم څخه دخپلې کرکې ښکاروه کولوکتونکی او شاهدان وی . اودوستانو اوس هم په دې پروګرام کې دتوحید دپیروانو په منځ کې په ځانګړې توګه داسلام له نظره داقصی جومات ارزښت او ځایګاه څیړو په اسلامی روایتونوکې راغلی دی چې حضرت آدم ع دمسجدالحرام له جوړولو وروسته دخدای ج په امر داقصی جومات جوړول پیل کړل . دبیت المقدس ښار هم دنړی یو ډیر مهم لرغونی ښار او دینی هویت دی دځینو تاریخی سرچینو له مخې یاد ښار ترڅلور زره کلونو زیاته لرغونتیا لری چې دډیری پیغمبرانو او الهی نبیانو دژوندانه تاریخ له بیت المقدس ښار سره اړوندیږی چې دډیری پیغمبرانو استوګن ځای او پلارنی ټاټوبی دی چې له همدې امله خو له پخوانه تراوسه پورې دتوحیدی ادیانو پیروان لکه یهودیت ، مسیحیت او اسلام ورته څانګړې پاملرنه درلودلې ده . هغه وخت چې حضرت ابراهیم ع له مصر څخه فلسطین ته هجرت وکړ دقدس په سپیڅلی ښارکې استوګن شوچې په هغې زمانه کې دقدس ښار په یبوس یعنې دسولې او آرامی په ښار مشهور ؤ.هلته ابراهیم ع دخدای ج په امر داقصی جومات په بیارغونه او جوړولو پیل وکړ ترڅو موحدان پکې عبادت وکړی چې په دې ترتیب سره دابراهیمی ادیانوپه تاریخ کې دې ښارته دسپیڅلتیا بښلو په برخه کې لومړی ګام پورته شو.چې دخدای ج لوی پیغمبر حضرت ابراهیم ع دخدا په امرسره دې ښارته پاکه روح ور پو کړه ویاند : همداراز دقدس ښار له دې امله هم سپیڅلی دی چې حضرت موسی ع په هغې کې دخدای تجلې او روښنایی ولېده اوله خدای ج سره یې خبروکړې . دحضرت موسی ع دپیغمبری پرمهال ؤ چې نوموړی پریکړه وکړه چې دفرعون دظلم او ستم په دلیل داسرائیلو قوم له مصر څخه دفلسطین ټاټوبی ته بوزی . خوددې قوم دسرکشیو او نافرمانیو په دلیل خدای ج هغوی څلو یښت کاله په دښتو او مېرو کې سرګردانه کړل او فلسطین ته یې دتلو اجازه ورنکړه اودې حالت هم دحضرت موسی ع دژوند ترپایه دوام وکړ . او ویل کیږی چې دهغه حضرت ددفن ځای او محل بیت المقدس ته نږدې دی . په حقیقت کې باید ووایو هغه یو شمیر الهی نبیان چې نومونه یې په دې ورسوتیو الهی کتابونوکې راوړل شوی دی لکه حضرت ابراهیم ، یوسف ،یعقوب ،اسحاق ،داودد، سلیمان ،اوزکریا علیهم السلام په فلسطین کې خاوروته سپارل شوی دی . له هغې وروسته چې کله حضرت داوود ع پیغمبری ته دخدای لخوا وټاکل شوهغه حضرت دبیت المقدس ښار او دهغه دعبادت ځای چې تاریخ وایی په ځلونو نړول شوی اوبیا رغول شوی دی آباد او له سره جوړکړی خوددې کال په ترسره کولو بریالی نشو چې بیا دحضرت داوود ع له وفاته وروسته ددې عبادت ځای درغولو چارې دهغه دزوی حضرت سلیمان ع لخوا ترسره شوې هغه نورې مهمې پیښې چې په فلسطین کې رامنځته شوې اودتوجیدی دینونودپیروانولپاره داهمیت او سپڅلتیاوړدی دحضرت عسی مسیح علیه السلام زوکړه ده . دسولې پاکې او ریښتینولی دپیغام راوړونکی حضرت مسیح دبیت المقدس سپیڅلی ښار ته څیرمه په بیت اللحم نومی کلی او قریه کې وزیږېدهغه حضرت په بیت المقدس ښارکې خپل دعوت پیل کړ اوله همدې ښاره وو چې آسمان ته وخوت اوباالاخره په بیت المقدس کې واقع داقصی جومات هغه ځای دی چې داسلام وروستی پیغمبر، درب معشوقې، دمدینې جان، سرور الکائنات، فخرالموجودات، حضرت محمد ص له دې ځایه دآسمان ولور ته خپل معراج پیل کړ دفلسطین دټاټوبی او بیت المقدس ښار ارزښت په هغه کې دسپیڅلو ځایونو دشتون له کبله دی چې خدای ج په قرانکریم کې له دې ټاټوبی څخه دسپیڅلی ټاټوبی په توګه یادونه کړېده اوهمدارنګه الله ج په قران مجید کې دهغه عبادت ځای لپاره چې دالهی پیغمبرانولخوا په بیت المقدس کې جوړ به ځلونو یې دبیارغونې کارشوی او له سره جوړشوی خدای ج ورته داقصی جومات نوم ټاکلی دی : دهجرت دویم کال ؤچې دخدای ج په امری دمسلمانانو قبله دبیت المقدس له اقصی جومات څخه په مکه کې دمسجدالحرام په لور وګرځول شوه : په دې اړه دبقرة سورې له 142 نه تر150 مبارکوآیتونوکې الله ج فرمایلی دی لکه څنګه چې دبقرې سورې د150 آیت په یوه برخه کې خدای چې داسلام ګران پیغمبر حضرت محمد ص او مؤ منانوته فرمایلی دی (له هره ځایه چې ووتې مخ دمسجدالحرام په لور کړه او اې مؤمنانو دلمانځه په وخت کې که په هرځای کې یاست مخ مو هغې خواته کړئ : داقصی جومات له بل اړخ اوپلوه هم دمسلمانانو لپاره دارزښت او اهمیت لرونکی دی حضرت محمد ص له دې ځای آسمان ته خپل معراج پیل کړ . کې داسلام ګران پیغمبر حضرت محمد ص داد دشپې سفر لومړی له مسجد الحرام نه اقصی جومات ته ترسره شو چې له کوم شک پرته په دې سفر کې بیت المقدس دخدای دپاملرنې ځانګړی مکان ؤ که نه له مکې مکرمې څخه نیغ په نیغه هم دپیغمبر ص معراج امکان درلود. له مسجد الحرم څخه مقصدالاقصی ته دخدای ج دوروستی پیغمبر دملکوتی سفر پیل ددې مطلب څرګندونکی هم ؤچې ددې دواړو جوماتونو سپیڅلتیا په یوه بل پورې تړلې ده . دقرانکرم داسراء سورې په لومړی ایت شریف کې دې ملکوتی سفرته اشاره شوې او الله ج فرمایی : پاک او پاکیزه دی هغه څوک یعنې خدای چې په مبارکه شپه کې یې خپل بنده یعنې حضرت محمد له مسجدلحرامه مسجدالاقصه چې شاوخوا یې برکتونه دی بوتا ترڅو خپل ایتونه ورته وښیی په تحقیق سره خدای اوریدونکی او لیدونکی دی . دالمیزان ارزښتمن تفسیر خاوند مرحوم علامه طباطبایی داقصی جومات دشاوخوا دبرکتناکتوب په اړه لیکی (بارکنا حوله ) یعنې شاوخوا مې یې له برکته ډک جوړکړ جمله ددې څرګندویی کوی سربېره له دې چې اقصی جومات په خپله یوسپیڅلی ځای دی دهغه شاوخوا او چاپیریال هم مبارک دی او دا امکان لری چې دهغه څرګندو او ظاهری برکتونوته نغوته اواشاره وکړو ځکه دا چې بیت المقدس یوه شنه زرغونه ، سرشاره، دګڼو مېوه لرونکو ونو، روانو اوبو، ودانیو او ښکلاوو سیمه ده نوامکان لری چې داهم معنوی برکتونو ته اشاره وی ځکه چې داسپیڅلې سیمه دتاریخ په اوږدوکې دالهی پیغمبرانو مرکز دتوحید دنور او خدای غوښتنې ځای دی بل مهم ټکی چې درسول ص په جسمانی تلو کې موجوده ده داسلام له مرکز مکې څخه دبیت المقدس په لور تلل دتوحیدی ادیانو مرکز دی دمصر نامتو لیکوال سید قطب له خپلو تالیفاتوڅخه په دې اړه په یوه کې لیکلی دی ءاسرا (معراج )ټولو لویو توحیدی ادیانوته له ابراهیم ع څخه نیولې تروروستی نبی الکریم ص پورې له یوه بل سره پیوسته او ونښلول لکه ته وا چې رسول اکرم ص دشپې په دې سفر سره اعلان کوی چې دهغه حضرت پیام او رسالت دنورو مخکنیو پیغمبرانو درسالت ساتونکی او دهغوی دلارې دوام دی . داسلام په تاریخ کې راغلی چې رسول اکرم ص دخپل معراق په دوا کې په بېلابیلو ځایونو لکه له حضرت موسی ع سره دخدای دخبرو کولو ځای طور سینا ، دحضرت عسیې بن مریم ع دزوکړې په ځآی بیت اللحم کې لمونځونه وکړل هغه وخت اقصی جومات ته ننوتل اودلمانځه له اداء کولو وروسته یې دالهی پیغمبرانو په محراب کې خپل اسمانی عروج پیل کړل همدا ده چې داقصی جومات دمسلمانانو لپاره تردې اندازې سپیڅلی او ارزښت لرونکی دی اودهغه په نسبت له ځانه حساسیت ښیی
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه

تگ‌ها:

نظرات مخاطبان