خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
په ارزګان کې د استرالیایی ځواکونو خپلسری عملیات د افغانستان او ناټو تر منځ له لاسلیک شوې تفاهمنامې څخه سرغړونه ده

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی د ارزګان په ولایت کې د استرالیایی ځواکونو هغه خپل سری عملیات په کلکه وغندل چې له امله یې 70 کلن حاجی رازمحمد او د هغه زوی 30 کلن عبدالجلیل په شهادت ورسېدل.
د ارزګان د والی او امنیه قوماندان د معلوماتو له مخې په ارزګان ولایت کې مېشتو استرالیایی ځواکونو تېره شپه ددغه ولایت د ولایتی چارواکو له مشورې او اجازې پرته د ترین کوټ ښار اړوند په صوله سیمه کې عملیات وکړل چې له امله یې حاجی رازمحمد او د هغه زوی شهیدان او 9تنه اوسیدونکی یې له ځان سره بوتلل.
حامد کرزی ددغه پېښې په خبرېدو سره فوراً د ارزګان د والی او امنیه قوماندان سره یې ټیلیفونی خبرې وکړې او ددغه پېښې د څرنګوالی په اړه یې ورڅخه معلومات وغوښتل.
جمهور رئیس د استرالیایی ځواکونو خپل سری عملیات د افغانستان او ناټو تر منځ له لاسلیک شوې تفاهمنامې څخه سرغړونه وبلله او هغه یې په کلکو ټکو وغندل.
د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی اړوند چارواکو ته لارښوونه وکړه چې دغه پېښه په هر اړخیز ډول وڅېړی ترڅو د افغانستان حکومت ددغې سرغړونې او تخلف په اړه خپل دریځ وروسته روښانه کړی.
تر پېښې ورسته د ارزګان والی او امنیې قوماندان د پېښې زیانمنو شویو خلکو ته عاجلې مرستې ورسولې او لازم اقدمات یې ترسره کړل.
همدا راز د جمهور رئیس له هدایت سره سم د ارزګان والی امیر محمد اخندزاده له پېښې وروسته د افغانستان له مظلومو خلکو څخه د دفاع په خاطر هغه 9تنه چې استرالیایی ځواکونو له ځان سره بېولی وو، بېرته آزاد کړل.
د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی د ارزګان د والی او امنیه قوماندان عاجل او پر وخت اقدامات او خلکو ته رسیده ګی وستایله
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.