خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د افغانستان د فضایی حریم عبوری عواید دوه چند زیات شوی

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه
د افغانستان د ټرانسپورټ او هوایی چلند وزارت وایی، چې په شپږویشت ولایتونو کې د نویو آنټنونو او دستګاوو په نصبولو سره د دغه هېواد د فضایی حریم عبوری عواید زیات شوی دی.
د دغه وزارت ویاند د یکشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل؛ چې افغانستان تیرکال له خپل هوایی حریم څخه د الوتکو د تګ راتګ له لارې شا و خوا شپیته میلیونه ډالره ترلاسه کړی دی.
دغه نوی آنتنونه او دستګاوې چې سږکال د جرمنی او اسټرالیا په مرسته په شپږ ویشتو ولایتونو کې نصب شوی د دې وس لری؛ چې بهرنیو الوتنو ته مسیر وټاکی او د الوتکو بیړنیو ناستو ته زمینه برابره کړی.
د افغانستان د ټرانسپورټ او هوایی چلند وزارت ویاند ننګیالی قلاتوال ازادی راډیو ته وویل؛ چې د دغو آنتنونو په نصبولو سره د هیواد د فضایی حریم عبوری عواید دوه برابره زیات شوی دی.
"اوس چې د افغانستان له فضا څخه هره الوتکه تیریږی؛ موږ کولای شو، چې د هغې ټولې ځانګړتیاوې معلومې کړو، کولای شو، خط سیر ورته وټآکو.
له موږ سره په رادارونو، ټاورونو او نورو دستګاو کې بهرنیان مرسته کوی؛ خو وزارت دا هوډ لری، چې په دې برخه کې خپل مسلکی کدرونه ولری.
په دې برخه کې کار په جدیت سره روان دی، له دغو دستګاوو څخه مخکې موږ په اونۍ کې دوه سوه پروازونه درلودل؛ اوس په اونۍ کې څلور سوه پروازه لرو."
د ټرانسپورټ او هوایی چلند وزارت وایی، چې افغانستان تیرکال د خپل فضایی حریم له حق العبور څخه کابو شپیته میلیونه ډالره عواید ترلاسه کړی دی.
له دې وړاندې داسې راپورونه موجود وو؛ چې د افغانستان د فضایی حریم عبوری عواید د ایساف او افغان حکومت ترمنځ ویشل کیږی؛ خو د ټرانسپورټ او هوایی چلند وزارت وایی، چې له فضایی حریم څخه لاسته راغلې پیسې د "آیاتا" نړیوال سازمان له لارې د افغانستان بودجې ته لیږدول کیږی.
یو شمیر اقتصادی کارپوهان هم د هیواد د پرمختګ لپاره د فضایی حریم عبوری عواید ګټور بولی؛ خو هغه په دې شرط چې د دولت بودیجې ته له لیږدولو مخکې د فساد ښکار نه شی.
د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځی استاد تاج محمد اکبر په دې اړه وایی، چې دغه عواید باید د خاصو کسانو جیبونو ته ولاړ نشی."
"ټول لګښتونه باید داسې وشی، چې ښه نتیجه لاسته راوړی، نه دا چې دغه عواید د ځینو خاصو کسانو جیبونو ته ولاړ شی.
ترڅو چې خپله افغانان او د دې برخه کارکونکی متعهد او حساب ورکوونکی نه اوسی، زه فکر نه کوم چې نړیواله ټولنه او دغه وسایل به شفافیت رامنځ ته کړی."
د افغانستان له فضایی حریم څخه ټولې تیریدونکې الوتکې له کورنیو دستګاوو سربیره د آیاتا په نوم د یوه نړیوال سازمان له خوا کنټرول او څارل کیږی او د کال په پای کې دغه سازمان ټول عواید د افغان حکومت بودیجې ته لیږدوی.
له دې وړاندې داسې انتقادونه موجود وو چې له فضایی حق العبور څخه لاس ته راغلې پیسې د یوه کس بانکی حساب او یاهم یوې ځانګړې کمپنۍ ته لیږدول کیدې خو ویل کیږی؛ چې د نوو آنتنونو او دستګاوو په نصبولو سره د دغې لارې ټولې پیسې افغان حکومت ته سپارل کیږی
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.