خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
جمهور رئیس حامد کرزی د ملګرو ملتونو له سرمنشی سره وکتل

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی پرون له غرمې وروسته د ملګرو
ملتونو د سازمان له سرمنشی ښاغلی بانکی مون سره وکتل.
په دې کتنه کې چې ددغه سازمان په مقر کې تر سره شوه، دواړو لوریو په هېواد کې
د امنیتی مسؤولیتونو د انتقال د پروسې، راتلونکو انتخاباتو، د سولې او مصالحې د بهیر او له 2014 کال وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان د ماموریت د څرنګوالی په اړه خبرې اترې وکړې.
د ملګرو ملتونو سرمنشی له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د مسؤولیتونو د انتقال په اړه وویل چې افغانستان د انتقال د پروسې له مهم پړاو نه د تېرېدو په حال کې دی.
دغه راز بانکی مون هیله څرګنده کړه چې په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې د ښاغلی صلاح الدین ربانی تر مشرۍ لاندې د سولې عالی شورا هڅې بریالې شی.
په دې کتنه کې چې د سولې د عالی شورا رئیس صلاح الدین ربانی هم ګډون کړی و، د ملګرو ملتونو له سرمنشی نه یې وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې او د مذاکراتو د بریالیتوب لپاره باید د طالبانو د مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو د سازمان له تور لېست نه وایستل شی.
دغه راز د هېواد جمهور رئیس له 2014 کال وروسته په افغانستان کې د ملګرو
ملتونو د سازمان د ماموریت موضوع مهمه وبلله، ویې ویل چې په دې اړه باید دواړه
خواوې یوه ګډ تفاهم ته ورسیږی.
همدا راز نن غرمه د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی په
نیویارک ښار کې په خپل استوګنځی کې د پاکستان د ملی عوامی ګوند له مشر
اسفندیار ولی خان سره وکتل او د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه یې خبرې
اترې وکړې.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.