د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی پرون له غرمې وروسته د ملګرو ملتونو د سازمان له سرمنشی ښاغلی بانکی مون سره وکتل. په دې کتنه کې چې ددغه سازمان په مقر کې تر سره شوه، دواړو لوریو په هېواد کې د امنیتی مسؤولیتونو د انتقال د پروسې، راتلونکو انتخاباتو، د سولې او مصالحې د بهیر او له 2014 کال وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان د ماموریت د څرنګوالی په اړه خبرې اترې وکړې. د ملګرو ملتونو سرمنشی له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د مسؤولیتونو د انتقال په اړه وویل چې افغانستان د انتقال د پروسې له مهم پړاو نه د تېرېدو په حال کې دی. دغه راز بانکی مون هیله څرګنده کړه چې په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې د ښاغلی صلاح الدین ربانی تر مشرۍ لاندې د سولې عالی شورا هڅې بریالې شی. په دې کتنه کې چې د سولې د عالی شورا رئیس صلاح الدین ربانی هم ګډون کړی و، د ملګرو ملتونو له سرمنشی نه یې وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې او د مذاکراتو د بریالیتوب لپاره باید د طالبانو د مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو د سازمان له تور لېست نه وایستل شی. دغه راز د هېواد جمهور رئیس له 2014 کال وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان د ماموریت موضوع مهمه وبلله، ویې ویل چې په دې اړه باید دواړه خواوې یوه ګډ تفاهم ته ورسیږی. همدا راز نن غرمه د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی په نیویارک ښار کې په خپل استوګنځی کې د پاکستان د ملی عوامی ګوند له مشر اسفندیار ولی خان سره وکتل او د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه یې خبرې اترې وکړې.