خبرگزاری افغان ایرکا | Afghan Irca News Agency
تاریخ انتشار: 1389/05/12 0:0کد خبر: 1165

امریکې د پاکستان له سیلاب ځپلو سره مرستې وکړې

امریکې د پاکستان له سیلاب ځپلو سره مرستې وکړې - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیره وایی، هېواد یې په پاکستان کې سېلاب ځپلو ته مواد او لس میلیونه ډالره د لومړینو مرستو د ژمنې په لړ کې لېږلی دی. میرمن کلنټین وویل، چې په اسلام اباد کې د امریکا سفارت د مرستو په رسولو کې همکاری کوی. دخیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخارحسین وویل، چې په دې ایالت کې د سېلابونو له کبله څه باندې یوولس سوه تنه مړه شوی او په سېلاب ځپلو سیمو کې څه باندې یو نیم میلیون خلکو ته زیان رسېدلى، خو یو شمېر رسنیو په خپلو رپوټونو کې د مړو شمېر له دیارلس سوو ډېر ښودلى.
  • لینک کوتاه

تگ‌ها:

نظرات مخاطبان