خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
متن کامل جریان کنفرانس مطبوعاتی حامد کرزی رئیس جمهوری اسلامی افغانستان

زمان تقریبی مطالعه: 33 دقیقه
بسم الله الرحمن الرحیم
د افغانستان محترمو مطبوعاتو، خویندو او وروڼو
السلام علیکم، خدای مو راوله!
لکه څنګه چې خبر یاست په دې تیرو هفتو کې مې څه مصروفیتونه، تحولات او ځینې سفرونه درلودل، چې په هغو کې تر ټولو مهم سفر ملل متحد ته و، البته اصلاً قرار نه و چې زه دا سفر وکړم، نیت مې نه درلوده چې سږ کال د ملل متحد عمومی غونډې ته لاړ شم، خو د انګلستان د ښاغلی صدراعظم کامرون په بلنه د افغانستان، پاکستان او انګلستان تر منځ د سه جانبه مذاکرې لپاره چې موږ ته یوه مهمه مذاکره ده. د همسایه ګانو سره رابطه او د همسایه ګانو سره ښې اړیکې او د مشکلاتو لرې کول زموږ د خارجی سیاست مهمترین او اولین هدف او اساس دی، په همدې منظور نیویارک ته لاړم او کله چې هلته لاړو، دا مذاکره مو وکړه.
اول به راشم هغه مجلس ته، چې موږ، پاکستان او انګلستان سره درلود، له پاکستان څخه د پاکستان ښاغلی جمهور رئیس آصف علی زرداری موجود و او د انګلستان ښاغلی صدراعظم ډیویډ کامرون موجود و او د دواړو هېوادونو خارجه وزیران ، سیاسی معینان هم موجود وو، موږ پر هغه کاغذ بحث وکړ، چې ددریو واړو هېوادونو له لوری کتل شوی او بحث پرې شوی و، په دې کې د یوې تګلارې وینا شوې وه چې هغه تګلاره به تر 2014 کال پورې او د 2014 م کال نه هغه خوا د افغانستان او پاکستان رابطه او د افغانستان او د ټولې بین المللی د رابطې په اړه چې خارجی قواوې وځی، د افغانستان څخه به پر دې بحث کیږی. په دې ناسته کې پر لنډ مهالو اقداماتو خبرې وشوې، پر میان مهاله او اوږد مهاله اقداماتو خبرې وشوې. په دې کې مهمه خبره دا وه چې اول تر هر څه د مخه څنګه دواړه هېوادونه د تروریزم او افراطیت په هلکه یو له بله سره همکاری وکړی، چې دا د افغانستان پخوانی موقف دی او اوله او لومړنۍ غوښتنه ده، کله چې دا اهداف تر سره شول، بیا په تجارت، اقتصاد او په تګ راټګ کې د رابطې د لا ښه والی لپاره او د یوې داسې رابطې د ایجاد په هکله چې د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتیریکې رابطې معنا ولری. خبرې وشوې.
د افغانستان له نظره موږ پرې خوشحاله یو چې له پاکستان سره زموږ ستراتیژیکه رابطه وشی، موږ یې غوښتونکی یو، د ګاونډویانو تر منځ باید ستراتیژیکه رابطه وی، خو زموږ او پاکستان ترمنځ ستراتیژیکه رابطه ځینې شرایط لری، پیش شرطونه لری، هغه پیش شرطونه دا دی چې اول دې زموږ د همسایاګانو له خوا څخه افغانستان ته د تروریزم او انتحاریانو راتګ، د مداخلاتو ادامه او نور هغه ټول عوامل چې په افغانستان کې د خلکو د وژنو، قتل او د بې ثباتۍ او د ارامښت نه پرېښودلو باعث کیږی، مخنیوی وشی. کله چې دا تر سره شول او پر دې ډاډمن شو چې زموږ همسایه پاکستان چې موږ ورسره په تمامه معنا ښه رابطه غواړو، له افغانستان سره دا شراېط پر ځای کړل، تروریزم او افراطیت ورک شو، افغانستانه ته د افراطیت پالنه او روزنه او د هغه لیږدونه بنده شوه او نور هغه شرایط چې د داسې رابطې لپاره باید اساس وی پوره شول، نو بیا د افغانستان خلک او موږ په تمامه معنا حاضر یو او غواړو چې پدې هکله کار وکړو.
په همدې ترتیب، په همدغو مجالسو کې مو پر اقتصادی، فرهنګی او اجتماعی روابطو خبرې وکړې، بیا هم ټول په یو ځای کې راځی، دریږی او بندیږی، یعنې لاره یې بنده غوندې ښکاری چې تر هغه ورځې پورې دا افراطیت او تروریزم او د افغانستان پر خلاف فعالیت بند نه شی او په دې هکله به موږ خپلو مذاکراتو ته ادامه ورکوو او افغانستان به خپل شرایط وار په وار مخ ته کوی او په دې اړه به د انګلستان او پاکستان له حکومتونو سره کار کوو، د سولې پروسه چې بیا یې هم معنا یې یوه ده، کله چې افرطیت او تروریزم بند شو، افغانستان ته د مرګ ژوبلې د رالېږلو سلسله بنده شوه، نو طبیعی ده چې هلته د سولې پروسه او اقدامات کامیابیږی.
په همدې ترتیب مې په امریکا کې د مایکروسافټ له مشر ښاغلی بیل ګیټس سره خبرې وکړې، او په افغانستان کې د پولیو د مرض د ورک کولو لپاره مو د هغوی د کوښښونو ستاینه وکړه او د هغو اقداماتو په لړ کې مو سره فیصلې وکړې چې موږ یې په دې هکله وکړو او په یو کنفرانس کې چې د پولیو په باب و، هلته مې هم ګډون وکړ او د معارف په باب کنفرانس کې مې هم ګډون وکړ، نور ډېر ملاقاتونه مې وکړل، له ښاغلی آغا خان او براهیمی سره مې ملاقات تر سره کړ، د پولینډ له جمهور رئیس سره مې وکتل، د پولینډ او زموږ تر منځ د خاصو اړیکو په باب او دغه راز پر نظامی تربیت او تجهیزاتو خبرې وشوې، همدا رنګه مې د امریکې له خارجه وزیرې محترمې مېرمن کلنټن سره یو مفصل مجلس درلود او په دې مجلس کې مو په مفصله توګه پر ټولو هغو مسایلو او ابعادو خبرې وکړې چې زموږ تر منځ دی، نور مسایل به دلته پرېږدو، خو ما خاصتاً په دې مجلس کې له محترم خارجه وزیر سره پر هغه روانی جنګ خبرې ورکړې چې د غربی او امریکایی مطبوعاتو له خوا له افغانستان سره روان دی او د دې مجلس د مخه مې هفته د مخه د امریکا له ښاغلی جمهور رییس بارک اوباما سره په دې مسأله کې د ویډیو کنفرانس له لارې مفصلې خبرې درلودې، او ورته مې ویل چې یو مملکت چې تاسې یې خپل متحد ګڼﺉ او غواړﺉ چې دوست در سره و اوسی او ستراتیژیک همکار درسره واوسی، څرنګه امکان لری چې په هغه مملکت، ولس، ملت او خاورې پسې ستاسې مطبوعات په روانی جنګ اخته وی او تبلیغات پسې کوی، که دا تبلیغات د دې لپاره وی چې افغانستان ضعیفه او کمزوری پاتې شی او خلک یې اعتماد په نفس ونلری، نو دا د متحدو تر منځ کار نه دی او که د دې لپاره وی چې هغه قراردادنو چې لا موږ په مخ کې لرو، چې امنیتی قرارداد دی چې په اساس به یې د افغانستان او امریکې تر منځ په افغانستان کې د امریکې د اډو د تعداد، د عسکرو د پاتې کیدو او د عسکرو د مصوونیت خبره کیږی، نو دا مسأله زموږ سره د روانی جنګ په اساس او زموږ د موقف د تضعیف له لارې نه شی تر لاسه کیدلای، بلکې افغانستان به لکه په ستراتیژیک قرارداد کې چې خپل موقف درلود او خپله هڅه یې درلوده، بیا به هم افغانستان خپل منفعت ته ګوری، چېرې چې د افغانستان منفعت و، چېرته چې د افغانستان ګټه وه، هغه ګټه به موږ هرو مرو په هغه قرارداد کې چې له امریکې سره وی، ایران سره وی، پاکستان سره وی، هند سره وی او یا که د بل هر مملکت سره وی، افغانستان به هغه منفعت حتماً تر لاسه کوی او کله چې مطمین شو، بیا به دا قرارداد امضا کیږی، نو د افغانستان پر خلاف د غربی مطبوعاتو دا روانی جنګ چې په 2014 کې به خارجی عسکر وځی او افغانستان به دربه دره وی، یا دا چې افغانستان به له 2014 کال وروسته مفلس او در به دره وی، یا دا چې له 2014 کال وروسته به په افغانستان کې خانه جنګی وی، یا به دا وی یا به هغه وی، طالبان راځی، دا زما له نظره او زه یقینی یم چې دا د منفعتو د زیاتولو لپاره او دهغه اهدافو د رسیدو لپاره چې د دوو مملکتونو د منفعتو تر منځ کیږی، یو روانی جنګ دی او پدې کې باید موږ هوښیار اوسېږو او اګاه اوسېږو او جانب مقابل باید په دې پوه کړو چې په دې بچه ترسانیو افغانستان خپل منافع نشی هېرولی، دا د پنځو زرو کلونو تاریخ درلودنکی وطن دی او زموږ د وطن په اصطلاح سخت نر وطن دی او دی به خپله ګټه سنجوی او په خپله ګټه به کار کوی او مخ ته به ځی، خو دلته خبره زما دومره په غربی مطبوعاتو کې نه ده، موږ اوس دوی پېژنو، پخوا د کار په شروع کې پرې نه پوهېدلو، موږ نه نیویارک ټایمز پېژانده چې له کومه ځایه راځی او څه کوی، نه مو بی بی سی په هغه ماهیت پېژانده چې اوس یې پیژنو، نه مو سی ان ان پېژانده، نه د اهدافو د رسیدو لپاره د دوی له سیاسی روش سره اګاه وو، خو اوس چې موږ له دوی سره ډیره معامله کړې ده، یو له بل ښه سره پېژنو، دوی که موږ پېژنی او یا نه پېژنی، موږ دوی ښه پیژنو چې دا تبلیغات د روانی جنګ تبلیغات دی او د دې لپاره دی چې موږ ته دا راوښیی چې که چېرې موږ نه وو، نو تاسې برباد یاست، اوس په دې پوه یو اما د افغانستان خلک، دلته مې د افغانستان مطبوعاتو ته خطاب دی، د افغانستان تلویزیونو ته دی، د افغانستان رسنیو ته دی، د افغانستان راډیو ګانو ته دی، متاسفانه هغه تبلیغات چې په هغوی کې کیږی، زموږ د ځینو رسنیو له لارې هم کیږی، زموږ د نظر ورکوونکو لخوا هم تکراریږی.
پیام من به مطبوعات، رسانه ها و تلویزیون های افغانستان اینست که وظیفه ما به حیث مردم افغانستان که مثل مطبوعات کشورهای دیگر ، مطبوعات و رسانه های افغانستان در جائیکه معامله داخلی وطن ما، اجراات و فعالیت حکومت و یا عدم اجراات حکومت است به تمام معنی و با آزادی کامل دید انتقادی داشته باشند و این به خیر کشور است که در عقب حکومت همیشه چراغی باشد تا از تخطی غلطی پرهیز کند.
هر انتقادیکه مطبوعات ما میکند به آزادی کامل بکند و در همین ده سال کرده است، از رئیس جمهور تا هر مرجع دیگر حکومتی و دولتی افغانستان شما حق انتقاد دارید و بکنید. انتقاد بجا کنید. حتی انتقاد نادرست و دروغ هم باشد، خیر است. ولی جائیکه منافع ملی افغانستان است، یعنی انتقاد بر حکومت افغانستان نباید که تخریش اعتماد به نفس ملت افغانستان باشد، نباید که تخریش امیدواری مردم افغانستان به طرف ِآینده باشد. پس با تفکیک عمل کنیم. سوال که مطبوعات ما میگوید که فردا اگر نیروهای خارجی در افغانستان نبود سرمایه گذاری از افغانستان فرار می کند. این خدمت به وطن ما نیست. اگر عسکر خارجی در افغانستان نبود افغانها توان نگهداری وطن خود را ندارند، این تبلیغ علیه مردم افغانستان است. بدون شک که وظیفه مطبوعات کشور اینست که مردم افغانستان، تاریخ کشور، شجاعت مردم و نگهداری این وطن را که مردم افغانستان از هزاران سال به اینطرف کرده اند، تبلیغ کنند.
فعلاً تبلیغات بر عکس است. که اگر خارجی نباشد، ما هیچ هستیم. آیا این حقیقت است که ما هیچ هستیم؟ آیا ما به حیث یک ملت در سال 2002 که امریکا و ناتو آمد پیدا شدیم یا پیش از آن هم بودیم؟ سوال ما از شما است. ما پیش از این یک ملت بودم یا نبودیم؟ ملت هستیم که پاکستان راکت های خود را بنامش گذاشته، راکت پاکستان غوری نام دارد، غور در کجاست برادران و خواهران عزیز، غور در امریکاست یا در انگلستان یا در روسیه، هند و یا در پاکستان. غور در افغانستان است، مرکز خاک ماست. یا نام راکت خود را ابدالی مانده است. ابدالی نزدیک تر است و سه صد سال نمی شود از حکومت احمد شاه بابا، پس اگر ما با آمدن نیروهای خارجی در افغانستان ده سال پیش پیدا شدیم و تازه یک ملت شدیم درست که اینها نباشند، ما شاید کار خود را کرده نتوانیم، ولی اگر یک ملت چندین هزار ساله هستیم و تاریخ داریم و شجاعت نشان دادیم و ابرقدرت ها را در اینجا به زانو درآورده ایم، مثل دیگر مملکت ها نیستیم که اشغال شده باشیم ، اشغال را قبول کرده باشیم و پس از آن آزاد شده باشیم. در خاک ما ابر قدرت ها دفن هستند، مطبوعات جهان ما را دفن گاه ابرقدرت ها میگویند و شما مطبوعات کشور میگویید که اگر خارجی ها رفت ما برباد هستیم، اگر خارجی ها رفت ما نیستیم. کمی به گذشته خود و به غرور و عزت بزرگی ملت افغانستان برگردیم و برعکس تبلیغ کنید بر اینکه افغانستان نه تنها اینکه بعد از 2014 درست باقی میماند، بلکه خوب باقی میماند.
من عقیده راسخ دارم که این مملکت با عزت، در وحدت ملی و به طرف ترقی پیش میرود و تعداد سرمایه دار که به همراه امریکا و غرب آمده اند آنها پس میروند، بروند و آن تعداد تجار و سرمایه دار که از خاک خود ما هستند در همین جا کلان شدند، آنها می مانند. زندگی ما پیش میرود.
در هر ولایت ما که از نیروهای خارجی به نیروهای خود ما انتقال قدرت صورت گرفته است، آنجا امنیت و زندگی بهتر شده است. برادران ما که اینجا نشسته اند، شاهد هستند که خارجی ها پیش من میایند و میگویند رئیس صاحب جمهور شما بعد از اینکه دوره ریاست جمهوری تان تکمیل شد، انتخابات برگزار گردید و رئیس جمهور جدید تعیین شد، آروز دارید به کجا زندگی کنید. اگر شما خواسته باشید ما میتوانیم برای شما در وطن خود جای بدهیم و میتوانیم شما را به کدام اداره بزرگ بین المللی بحیث رئیس کوشش کنیم که انتخاب شوید یا این یا آن، نخیر جواب من این بوده که من در همین خاک خود میباشم. در کابل میباشم ، خانه میگیرم، در همین جاه زندگی میکنم، اولادم در همین جا کلان میشود و درس میخواند و ان شاالله تعالی خدمت وطن خود را میکند. تمام دنیا را که برای ما بدهند ما یک ذره زندگی و خاک خود را به آن تبدیل نمی کنیم. امروز این کنفرانس را به طور خاص به همین خاطر گرفتیم.
زمانی بود که هر روز بالای پولیس و عسکر ما حمله صورت می گرفت، به دفاع از خاک خود شهادت میداد و مطبوعات کشور ما تبلیغ میکردند که پولیس فاسد، نمی دانم عسکر چه و عسکر چه ، در دیگر دنیا یک عسکر شان شهید میشود رئیس جمهور پیش راهش می برآید که دفنش کنند.
از مطبوعات عزیز کشور و آن تعداد افرادیکه در تلویزیون ها می نشینند و صحبت میکنند، زمانیکه منفعت ملی کشور مطرح میشود که منفعت ملی، ثبات، وحدت ملی و رشد اقتصادی مملکت است، قوت اقتصادی و دموکراسی مملکت است از آن نه تنها که دفاع کنید بلکه برای پیشبرد و محکم کردنش راست و دروغ تبلیغ کرده بروید.
مسئله دوم انتخابات آینده افغانستان است. انتخابات ریاست جمهوری افغانستان، در این مورد و شخص خودم به حیث رئیس جمهور امروز با تمام یقین و پابندی به قانون اساسی افغانستان و احترام به دموکراسی و رای آزاد ملت افغانستان به طرف انتخابات 2014 ریاست جمهور و بعدش انتخابات پارلمانی پیش میرویم. انتخابات افغانستان به موقع اش و وقتیکه قانون اساسی افغانستان حکم کرده، برگزار میشود. هیچ حالتی ،هیچ نا امنی و تبلیغات خارجی مانع برگزاری انتخابات افغانستان نمی شود. چون هر انتخابات حتی اگر ناقص هم باشد بهتر از یک حکومت نا مشروع است.
در 2014 میلادی زمانیکه دوره قانونی ریاست جمهوری من و معیاد رای که مردم به من داده اند، ختم میشود در آنوقت حامدکرزی رئیس جمهور مشروع افغانستان نمی باشد، حتی بعد از یک روز مشروعیت من از بین میرود و انتخابات حتی اگر ناقص هم باشد، آمدن رئیس جمهور جدید به خیر این خاک است و بخیر مشروعیت نظام افغانستان است.
لهذا انتخابات صد فیصد و به وقتش میشود. یکماه یا دو ماه کمیسیون انتخابات وقت بگیرد، پروا ندارد ولی انتخابات حتماً میشود و شدنی است و رئیس جمهور نو میاید و شما پشت کاندید خود بگردید هر کسی را که خوش دارید، پیش شان کنید که مردم افغانستان برای شان رای بدهند.
ولی ما انتخاباتی به مردم افغانستان میخواهیم، در این مورد هم با بزرگ های خارجی صحبت کردیم بسیار با وضاحت که مثل انتخابات ریاست جمهوری و انتخابات بعدی پارلمانی ما در انتخابات ما مداخله نکنند. باید در انتخابات ریاست جمهور 2009 برای شان ثابت شده باشد که اینها نمی توانند از راه مداخله پلان خود را بالای مردم افغانستان تطبیق کنند.
پس انتخابات آزاد میخواهیم که نه حکومت افغانستان در آن مداخله کند و نه بگذارد که خارجی ها در آن مداخله کنند و ملت افغانستان رای آزاد و مستقل و رای دلخواه خود را به کسیکه دوست دارد، بدهد. انتخابات که ما توان پرداخت قیمت آنرا داشته باشیم، انتخابات که خارجی ها برای ما بنا کردند در همین ده سال انتخاباتی بود که کشورهای مثل هند توان پرداخت آنرا ندارد. انتخابات هند 1200 میلیون نفر از انتخابات افغانستان 28 الی 30 میلیون نفر ارزانتر بود. انتخابات ما تنها برای ثبت نام رای دهنده گان، 500 میلیون دالر هزینه برداشته است، این ظلم است. پس ما میخواهیم انتخابات خود را به حد توان زندگی و اقتصاد خود ما برپا کنیم، درست برپا کنیم نه از انتخابات دیگران منحیث یک وسیله مداخله کار بگیرند و نه از انتخابات ما ادارات بین المللی برای پول دار شدن و استفاده های خود کار بگیرند. با تمام وضاحت هم در مورد مصارفات انتخابات و هم در مورد چگونگی انتخابات و در مورد دایر شدن انتخابات افغانستان، واضح است کمیسیون مستقل انتخابات وظیفه دارد که انتخابات را به وقتش دایر کند و با تمام آزادی و استقلال و اگر افغانستان از طریق کمیسیون مورد اعتماد مردم افغانستان و مستقل از هر گونه مداخلات چه حکومتی ، چه گروهی و چه قومی و فردی، آزاد بود و انتخابات را به پیش برد، این مملکت ما مانند هند در دموکراسی راه خود را پیدا میکند و انشاالله به طرف آینده خوشبخت و صاحب حکومت پیش میرویم، از این مطمین باشید.
من فکر میکنم که همین دو مساله مهم بود پیش من امروز اگر چه مسایل دیگر نیز است ولی من مطمین هستم که در لابلای سوال و جواب به آن مسایل بر میخوریم.
سوال خبرنگار تلویزیون آریانا: مسئله حمله بر پایگاه های امریکا در ولایت هلمند به شکل یک معما باقی ماند، نتایج تحقیقات که از جانب حکومت افغانستان و نیروهای بین المللی در این مورد صورت گرفته از چه قرار است؟
حامدکرزی: دولت افغانستان در این مورد تحقیقات مستقل خود را ندارد. چون این پایگاه مختص پایگاه انگلیس و امریکا بوده و در آنجا هیچ حضور نیروهای افغانی نیست و در یک دشت قرار دارند پس از درون پایگاه که چه می گذرد، دولت افغانستان خبر ندارد. ولی از اطراف پایگاه محیط خود ما طبیعی است که ما در جریان هستیم و آگاه هستیم ، اهمیت سوال تان در یکجا دیگر است، اهمیت سوال تان در اینست که آیا این حمله یک حمله تروریستی بوده که از بیرون ترتیب شده بوده و یا حمله بوده که از درون ایجاد شده و ترتیب شده، موقف افغانستان از روز اول و حمله بر این پایگاه موقف ما را ثابت کرد ، دوباره اثبات کرد که جنگ علیه تروریزم در دهات ، قصبات و خانه های مردم افغانستان نیست، نباید باشد که دهات و خانه های مردم افغانستان نه تروریست را تربیه کرده و نه لانه اش بودند و امریکا و ناتو باید به جنگ با تروریزم به جای بروند که از آنجا تروریزم نشات میکند. امریکا حتی دیروز هم یکی از کلان های شان صحبت میکرد در یکی از ادارات تحلیلی شان در امریکا می گفتند که تروریزم در همسایگی افغانستان تربیه میشود و لانه های تروریزم در بیرون از خاک افغانستان است. ولی امریکا حاضر نیست که به لانه های تروریزم بروند و اقدام کند، پس یک دوگانگی وجود دارد. پس سخن چیزی دیگریست و عمل چیز دیگر، به اصطلاح دزد را میگوید دزدی کن صاحب خانه را میگوید خانه خود را نگهدار، به همین دلیل ما سال ها پیش به این نتیجه رسیدیم که جنگ علیه تروریزم در حالت که اینها پیش میبرند از دید افغانستان به کامیابی نمی رسند. برعکس مقامات ناتو و غرب اصلاً جنگ که اینها در اینجا بنا کردند، جنگ علیه تروریزم نمی دانند. جنگ علیه اغتشاش می دانند و موقف ما واضح بر اینست که اگر این جنگ، جنگ علیه اغتشاش است پس این یک مسئله داخلی افغانستان است تو دیگر اینجا چی کار داری ، بگذار ما و مخالف ما را که یا جنگ کنیم یا کنار بیایم ، تو بین افغان چه کار داری که با عسکر چندین هزاری ات در بین افغانها در جنگ هستی، اگر تروریزم است، در اینجا نیست، ریشه اش جای دیگر است، خودش و تمویل اش جای دیگر است، آنجا بروید. یک اختلاف نظر از اول بین ما و اینها بوده و این اختلاف نظر هنوز هم ادامه دارد، این اختلاف نظر حل نشده و مشکلات را که در افغانستان و در جنگ علیه تروریزم داریم زاده همین دید یکطرف و عمل طرف دیگر است و از این حمله که بر پایگاه امریکایی ها شد اینها بدون شک به یک نتیجه اگر قبلاً نرسیده اند حالا رسیده اند. و باز هم اگر انکار کنند و کاری را که باید بکنند، نکنند، طبیعی است که ملت افغانستان حاضر به قربانی بیشتر در این راه نیستند ، بسیار قربانی دادیم و در سخنرانی من در ملل متحد بسیار واضح به ملل متحد گفته شد که افغانستان در جنگ علیه تروریزم بزرگترین قربانی را متحمل شده است و این قربانی باید عزت شود و فعالیت بر ضد تروریزم به ترتیبی شود که آنرا به کامیابی برساند که امروز متاسفانه به آن ترتیب نیست.
د امریکا غږ خبریاله، بهارت صابر: تاسو په خپلو خبرو کې وویل چې له پاکستان سره به ستراتیژیک تړون هله لاسلیک کیږی، چې هغه هیواد افغانستان ته د تروریزم را لیږل بند کړی، خو په دې تېرو لسو کلونو کې هره ورانۍ تقریباً د پاکستان له لاسه کیږی؛ نو پوښتنه داده چې تاسو به ددې کار لپاره انتظار کوﺉ او که انتظار کوﺉ، څو کلونه نور، او که انتظار نه کوﺉ تړون لاسلیکوﺉ، دا به ستاسو له نظام سره او ملت ترمنځ فاصله نوره هم زیاته نه کړی؟
ولسمشر کرزی: دا تړون به لکه څنګه چې ما وویل هغه وخت امضا کیږی چې دا شرایط پوره شوی وی، چې تروریزم بند شی، د افراطیت تربیت او لېږدونه یې افغانستان ته بنده شی، د افغانستان پر خلاف فعالیت بند شی، د افغانستان تخریب بند شی او حقیقی دوستی شروع شی، اوس خو مونږ د دوستۍ خواته کوښښ کوو، خو تر اوسه پورې شوې نده، نو دا به هلته کیږی چې زمونږ دا شرایط پوره شی، ترورېزم بند وی، افراطیت بند وی، افغانستان کې سوله راغلې وی او د دواړو هیوادونو تر منځ د مستقلو روابطو په اساس احترام موجود وی، او چې مونږ مطمئن شو چې افغانستان ته تروریست، جنګ، مرمۍ او بم نه راځی، هلته بیا یوه بله اوږده سلسله په کار ده، چې د هغې سلسلې له لارې دې توافق ته ورسیږو. اوس په دې باندې خبرې ډېر وختی کار دی، دا صرف یوه آرزو وه او دې آرزو ته د رسېدو په لاره کې ډېر پاټکونه پراته دی او دا پاکټونه مونږ ندی ایښی، مونږ له خپلو همسایه او ورور هیواد څخه غواړو چې دا پاټکونه لرې کړی، تر څو دا دوه ملتونه هغې آرزو ته ورسیږی، چې یو نېږدې، خوږ او منفعت آمیزه ژوند د دواړو لپاره وی.
د آزادۍ راډیو خبریال، اسدالله لودین: تاسو مخکې له امریکا سره د امنیتی سند موضوع یاده کړه، هیلری کلنټن د امنیتی سند په محتوا کې د دایمی اډو موضوع څومره جدی ونیوله، او دا تړون به کله امضا کیږی؟
جمهور رئیس حامد کرزی:: مونږ خو له دوی سره په ستراتیژیک سند کې، چې شپږ میاشتې مخکې امضا شو دا پیشبینی کړې وه چې ددې سند د تطبیق او اجرا کولو د مراحلو د تېریدو لپاره دېته لرو ضرورت چې یو امنیتی سند امضا کړو، امنیتی سند په دې ما نا چې دلته به د دوی د قواوو د قانون مندۍ خبره کیږی، چې آیا د دوی قواوې به په افغانستان کې د افغانستان تر قوانینو لاندې وی او یا به د افغانستان له قوانینو څخه آزادی ولری او تر خپلو قوانینو لاندې به کار کوی. چې دا زمونږ او ددوی تر منځ یوه ډېره مهمه مسأله ده، د مذاکرې لمړنی مراحل شروع شوی دی.
بل دا چې دوی دلته د لسو کلونو لپاره پایګاوې غواړی چې ددې پایګاوو تعداد به څو وی او دا به د افغانستان په کومو ځایونو کې وی او د عسکرو شمېر به څومره وی او د پایګاه رابطه به له پایګاه څخه بهر څه ډول وی، د افغانستان واکمنی به په دې پایګاوو کې څه وی، آیا هلته به د افغانستان بیرغ هم ځړیږی؟ آیا دا پایګاوې به په کرایه ورکوو او که به بله معامله وی؟ ډېرې داسې تفصیلی خبرې نورې شته چې د هغه په اساس به دا تړون امضا کیږی او تر ټولو مهمه خبره د امریکې د قواوو د قانومندۍ خبره ده او دا خبره د افغانستان ملت ته په دې مهمه ده چې مونږ د امریکا او له نورو هیوادونو سره ستراتیژیکه همکاری په دې امید پیل کړې ده، چې افغانستان به امن وی او دا همکاری به افغانستان ته امن راولی او دا همکاری به افغانستان ته هغه څه راوړی چې په هغه کې د افغانستان امن راشی او د تروریزم او د هغوی د منابعو پر خلاف حقیقی مجادله وشی، خو د افغانستان خلک تر اوسه دې آرزو ته ندی رسیدلی، نو که امریکا غواړی چې له افغانستان سره ستراتیژیک قرارداد ولری؛ امریکا باید افغانستان ته خپله ژمنه عملی کړی، چې هغه د افغانستان د خلکو لپاره امن، ثبات او د خلکو ورورولی ده، چې دا یوازې له مونږ سره د دوستۍ له لارې کیږی، د روانی جنګ له لارې دا کار نه کیږی او موږ به هغه وخت موافقې سره کوو چې د افغانستان خلکو منلې وی چې افغانستان د امن خاوند دی او لا هم د امن خاوند کیږی او د افغانستان منفعتونه په نظر کې نیول شوی او د افغانستان راتلونکې او ښېګڼه په نظر کې نیول شوې ده، نو دا چې دا قرار داد به افغانستان ته هغه څه راولی د کوم څه چې د افغانستان خلک آرزو لری، نو که دا کار وشی؛ بیا زه هم د افغانستان ملت ته درېږم او وایم چې وروڼو، خویندو دا زمونږ په ګټه ده راځﺉ چې ورسره امضا یې کړو او که چېرې دا کار ونه شو؛ زه د افغانستان ملت ته ددې قرارداد هېڅ ډول استدلال نشم ورکولای.
د ژوندون تلویزیون خبریال، مجیب لحاظ: ښاغلی ولسمشر! تاسو په بهرنیو سفرونو کې او له بهرنیو هیوادونو سره د ستراتیژیکو تړونونو په لاسلیکولو کې بریالی یاست، خو د هیواد په د ننه کې ستا سو پالیسی تر ډېره ناکامه ارزول کیږی، جګره لا شته ده، په حکومت کې فساد شته دی او همدارنګه ولسی جرګې ته مو وعده ورکړې وه چې وروسته له دې به مصلحت نه کوﺉ، بلکې د قانونمندۍ په لور به ګام اخلﺉ، خو لا هم مصلحت روان دی، تر کومې به دا وضعیت روان وی، له دې وروسته به هم مصلحت په پام کې نیسﺉ او که نه؟
جمهور رئیس حامد کرزی: د قانون په لور همېشه روان یو او قانون به هېڅ وخت نه پریږدو، دا د هر حکومت دنده ده چې قانون پلی کړی او عمل پرې وکړی، خو قانون په هر هیواد کې په ماحول کې پلی کیږی، یو بستر ورته لری او په هغه بستر او تهداب کې تطبیق کیږی.
لس کاله مخکې چې موږ دا ژوند پیل کړ، ستاسو به په یاد وی، دلته پنځه ډوله افغانۍ چلیدلې، ټوپکوالو او ډلو خپلې پیسې چلولې او خارجی هیوادونو په اروپا کې د هر یوه لپاره پیسې چاپولې او ورکولې یې، هیواد واحد پولیس، واحده عسکری قوه، اداره، اساسی قانون نه در لودل، معارف نه و، لارې نه وې، د افغانستان له یو ځای څخه بل ځای ته حتی له یوه کلی څخه بل کلی ته تللای نه شوای، دا مو ټول را غونډ کړل، هیواد نن ورځ د ملی اردو او ملی پولیسو خاوند دی او د افغانستان په ګوټ، ګوټ کې یو بیرغ ځړیږی، په ټول هیواد کې افغانۍ چلیږی، قانون تر هغه ځایه چې د حکومت توان دی تطبیقیږی، اداره ورځ په ورځ ښه کیږی، په زرهاوو ځوانان دې په خارج کې سبق لولی، لس میلیون ډالره پیسې ورته له خپل بیت المال څخه محیا دی چې خپل درس پرې ولولی، دا د ځینی سیاسی اقداماتو له لارې مونږ ته ممکنه شوه.
مصلحت، په هغه ځای کې چې لږ ګټه او لوی تاوان سره وسنجول شی؛ کومه خوا انتخابوې؟ او یا په هغه ځای کې چې زیاته ګټه او لږ تاوان سره وسنجوو؛ کومه خوا انتخابوې؟ دا د مصلحت سوال دی، افغانستان نن د ټولو افغانانو کور دی، پرون له ما سره په یوه مجلس کې یو طرف ته د اسلامی نظریاتو خاوندان مجاهدین ناست وو او بل طرف ته خلق او پرچم را سره ناست وو، نو دې ته څه وایې؟ د قانون پلی کول وایې او که مصلحت وایې؟ او آیا دا مصلحت خراب دی او که ښه دی؟
یا په بله مانا که په دې هیواد کې هر کار د زور او دولتی اقداماتو له لارې وکړو او که د جوړجاړی او راټولولو له لارې یې وکړو؟
پرون ماته د تعلیم او تربیې له پوهنتون څخه محصلین را غلی وو او اعتراض یې درلوده چې دا پوهنتون مو ولې د استاد شهید په نوم کړی دی؟ ما دری ساعته ورسره تېر کړل، 20 کسان یولس بجې راغلی وو او دری ساعته مې په سړه سینه او په استدلال سره د دوی خبرې واوریدې، ډېر تکړه ځوانان پکې وو، د ټول افغانستان ځوانان وو، د غور، بغلان، غزنی، وردګو او نورو ولایتونو ځوانان او نجونې پکې وې، آیا د یو هیواد ولسمشر ته لازمه ده چې خپل دری ساعته وخت په داسې سختو شرایطو کې له ځوانانو سره په یوه داسې مسأله کې چې هغه بل ځای هم کېدای شی، د لوړو زده کړو وزیر یې هم حل کولای شی، د پوهنتون رییس یې هم حل کولای شی او نورې مراجع ددې لپاره شته چې دا حل کړی، تېر کړی؟ په هغو هیوادونو کې چې ژوند عادی شوی دی ابداً دا کار نه کیږی، هیڅ وخت د امریکا ولسمشر خپل دری ساعته په داسې مسأله کې نه تیروی، هیڅ وخت د امریکې یا هند او یا د روس ولسمشر هره ورځ غرمه پر ډوډۍ له خلکو سره ناست نه دی، خو زمونږ حالات داسې ندی، محلصت مانا هغه څه چې د وطن پکې خیر وی دا شعار مطبوعاتو زده کړی دی چې مصلحت او فکر نه ورباندې کوﺉ چې څه مانا؟ مصلحت مانا هغه کار چې خیر پکې وی، نو هغه کار چې د افغانستان خیر پکې وی؛ هغه به هرو مرو مصلحت کوم، تر ولسمشرۍ وروسته به یې هم کوم او هغه کار چې د قانون د لارې او انضباط د لارې او نورو اجراآتو باندې وشی هغه به هم کوم، نو دې ته به هم ادامه ورکوم او هغه ته به هم ادامه ورکوم، تر څو چې تاسو تر انتخاباتو پورې ورسوم، کله چې انتخاباتو ته ورسیدﺉ، نو انتخابات به وکړﺉ او نوی رئیس جمهور به وټاکﺉ او خدای(ج) دې وکړی چې نوی رییس جمهور هم داسې معامله وکړی لکه لس کاله چې ما وکوله او لس کاله وروسته بیا دا هیواد یو څه توان پیداکوی چې د قانونمندۍ په اساس، د شهرمندۍ پر اساس دا مملکت وچلیږی، چې قانون په ټولو پلی وی، نن دا قانون په ټولو ندی پلی، او که یې پر ټولو عملی کړې؛ ځینې داسې افراد شته چې اوس هم زورګویی کوی او اوس هم ظلم کوی هم له دې خاورې او له حکومت څخه لویه ګټه اخلی او هم یې په تخریب اخته دی، اقدام پرې اسانه دی، کیدای شی اما د هغه اقدام عواقب به دې خاورې ته څه وی؟ دلته بیا د مصلحت سوال دی چې ورته راځو.
سوال- شکیلا ابرهیم خیل هستم از تلویزیون طلوع، سوال ما معلوم نیست ما مطلق با مردم افغانستان هستم، هر چیزیکه به منافع ملی باشد به او سخت احترام داریم سوال ما اینست که از یک طرف راکت پرانی پاکستان، شما در جریان هستید که این نقض منافع ملی افغانستان است که به مرز های افغانستان تجاوز میکنند حتی به مردم هشدار داد اند که خانه های خود را ترک بگویند. شما منحیث چشم امید مردم، در گام نخست چه اقدامی در برابر این تجاوز آشکار و در مجمع عمومی سازمان ملل متحد از این یاد کردند و این را پیشنهاد کردند، چه اقدامات را بعد از این روی دست دارند یک موضوع که شما اشاره کردید که از سوی کارشناس ها درست است اما نگرانی عمده دیگر را اراکین بلند پایه حکومت در بین مردم انداخته، خود شان در اینجا و خانواده شان در بیرون از افغانستان هستند و این نگرانی را انداخته به شما خوب بهتر معلوم است که تابعیت دوگانه دارند. موضوع دوم روند صلح است اکثراً دیده شده که کسانی که به صلح پیوسته در جا های که زیر کنترول دولت است، یک دختر و خانم را به دره زدند، شما در جریان هستید محکمه صحرایی ادامه دارد، در ولایت غزنی دختر که هژده سال ندارد به دره زده شده حکومت تا به حال خاموش بوده در این رابطه نظر تان را میخواستیم سپاس گذارم.
حامد کرزی: در مورد حملات راکتی پاکستان، تمامی اقدامات لازم انجام دادیم البته به تفکیک دیدگاه های ما، راکت های که به کنر می آید، متاسفانه حقیقت است و دولت افغانستان این مسئله را با پاکستان جدی در میان گذاشته و این مسئله را به امریکا جدی در میان گداشتیم. امریکا در این مورد برای ما واضح گفتند که حاضر به دفاع نیستند و حتی مقامات نظامی شان نپذیرفتند تا به این تعداد که ما میگویم می آید در مجالس که همرای ما داشتند می گفتند که راپور های مطبوعاتی و ادارات امنیتی تان اغراق آمیز است و درست نیست ولی راپور که ما از ساحه میگریم به همان چیزیکه ادارات امنیتی ما از محل می آورد از راه دیپلوماتیک اقدامات ما همرای پاکستان شده است. وزیر خارجه در مجمع عمومی ملل متحد یاد کرد، من خودم در مجمع عمومی ملل متحد یاد کردم و در اعلامیه مشترک ما و امریکا که دیروز نشر شد این مسئله دوباره از طرف دولت افغانستان یاد آوری گردید. این اقدامات را کردیم و ادامه میدهیم و آنهائیکه متضرر میشوند، دولت افغانستان همرایش کمک می نماید اما اگر منظور شما اقدامات متقابل عسکری و اقدام متقابل نظامی باشد او اقدام را نه کردیم چرا که پاکستان از آن طرف خط دیورند در این طرف خط دیورند دهات را میزند ما هیچگاهی هم این کار را نخواهیم کرد که از این طرف خط دیورند به او طرف خط دیورند دهات و خانه مردم را بزنیم آن خانه ها و دهات را قوم و مردم خود می دانیم، دلیل دوم آنجا مردم ملکی و عام است، افغانستان جنگ با قوا میکند، با مردم جنگ نمی کند. اگر زمانش رسید که جنگ قوه به قوه کند در آن صورت دولت افغانستان به تمامی معنی به حکم سریع رئیس جمهور افغانستان، این اقدام را خواهد کرد. فعلاً در آن حالت نرسیده ایم و نمی خواهیم که برسیم، خدا نکند که به او گپ برسد که ما و پاکستان در جنگ باشیم و آرزو ما از پاکستان این است که این را متوجه باشد که افغانستان را به این نکشاند. پس به جواب حملات توپ خانه ای پاکستان به خاک ما، مردم ملکی و خانه ملکی را در آنطرف دیورند، بمبارد نخواهیم کرد. آنها را از خود میدانیم آنها مردم عام هستند. در مورد گوشته و لعلپور هیات ما روزی که شنیدیم وزیر داخله و دفاع رفتند، ساحه را دیدند معلومات خود را جمع کردیم، خوشبختانه حالت به او شدت که در مطبوعات آمده بود، نبود ما به مردم نشستیم، مردم روحیه بسیار قوی داشتند، روحیه دفاع از کشور خود داشتند و کمک ها از طرف ما میرسد قطعات ما در آنجا حاضر هستند از او ناحیه. پس هر دو وزیر آمده اند و به ما اطمینان داندند.
سوال دوم تان در مورد ظلم که در بعضی از دهات و قریه های افغانستان، بدون شک که میشود و جای که ما خبر شدیم، اقدام کردیم و اقدام میکنم و این حق مردم افغانستان است که از دولت خود، نو جوانان و زن های افغانستان بخصوص به تمامی معنی دفاع نماییم و این کار را کردیم و ادامه میدهیم.
سوال: مقامات عالی رتبه فامیل های خود را به خارج برده اند و در بین مردم یک نوع هراس را انداخته اند که گویا بعد از 2014 وضعیت خراب میشود؟
حامدکرزی: آنها همین هراس را می اندازند یا فامیل های خود را نیاورده اند. دو گپ است، یکی اینست که در اینجا کار میکنند و فامیل های خود را نمی آورند، بسیار بد کار میکنند. بسیاری شانرا ما گفتیم که برادران فامیل تا ن را بیاورید، آنهایکه نیست فامیل شان اینجا بشنوند که تنها رئیس جمهور برای شان نمی گوید مطبوعات هم همین را میگوید، بیاورند فامیل های خود را به افغانستان به خیر خود شان هم است. اینجا هوا هم بهتر است و زندگی هم بهتر است . ولی این با آن بسیار فرق دارد، تبلیغات است علیه افغانستان این که این مملکت به ثبات نمی رود و اینکه فامیل اش در بیرون است، بسیار فرق دارد. اگر هر دو کار را میکند که هم فامیل را نمی آورد و هم تبلیغات میکند ، شما نامش را برای من بگیرد من فوراً برطرفش میکنم. من خبر ندارم که کی این کار را میکند، شما به من خبر بدهید، باقی اش کار من است ، افشاگری از شما برطرفی و مجازات از من.
سوال خبرنگار رویترز: بعضی خبر های تائید ناشده در مطبوعات که گویا شما در نظر دارید که برخی از والی ها را برطرف کنید یا به جای دیگر بگمارید که در آن والی بلخ و ننگرهار هم شامل است تا کجا این حقیقت دارد و سوال دیگرم در مورد زاخیلوال است، اتهامات که متوجه وی است آیا حقیقت دارد و یا خیر؟
حامدکرزی: سلسله تغیر و تبدیل حکومتی یک سلسله عادی و کار عادی همه حکومت هاست. مامورین دولت افغانستان یک روز در یک ولایت میباشند، روزی به ولایت دیگری میباشند و فعلاً ما در مورد تغییر والی صاحب مزارشریف و ننگرهار هیچ تصمیم نداریم و نه در این مورد بحث شده است. ولی تغییرات در اداره افغانستان مثل دیگر جوامع کار عادی و روزمره است.
در مورد آقای زاخیلوال قضیه رفته به څارنوالی افغانستان و دیروز همراه با څارنوال صاحب صحبت داشتم، آنها انتظار دارند که از ریاست مستقل مبارزه علیه فساد، اسنادی که آنها دارند به څارنوالی فرستاده شود و خود آقای زاخیلوال هم چیزی اسناد که داشته چیزکه آنها علیه خود اقدام سیاسی میدانند به اداره ]څارنوالی داده و ملاقات دیروزم در همین مورد بود همراه څارنوال صاحب که آنها در جریان کار هستند و پروسه در حال پیشرفت است.
سوال خبرنگار تلویزیون تمدن: طوریکه به همکار من گفتید، وقتی که امریکا قبول نمی کند که این چنین واقعیت داشته باشد، تحقیقات دولت افغانستان چه میشود و این نقض امضای پیمان نیست که جانب امریکا کرده است؟
حامدکرزی: تحقیقات ما نشان میدهد که توپ ها از طرف پاکستان میاید و درین جای شکی نیست. مردم محل، وزارت دفاع، وزارت داخله گزارش های موثق دارند، ولی امریکا این حملات را به اساس قراردادی که داریم نه به تعدادی که میشود درست میداند و نه هم قابل این میداند که پس به مقابل شان جواب داده شود.
به همین دلیل ما تقریباً از دو ما بدینسو یک سلسله ای وسیع را با جنرال های وزارت دفاع و وزارت داخله افغانستان شروع کردیم که چطور افغانستان از لحاظ تجهیزات خود را به هدفی برساند که آرزویش است، آن چیست؟ ما از امریکا خواستیم که قوای هوایی مارا تجهیز کند، به طیارات جنگی، ترانسپورتی و کشفی که امریکا تا به حال جواب نداده، بحث ما هفته آینده هم دوام میکند که آیا اگر امریکا و ناتو به ما این تجهیزات را نداد، پس آیا افغانستان به انتظار میشند و یا اقدام به خریداری از هند یا چین یا روسیه و یا جای های دیگر میکند. این سلسله بحث های است که ما از دیر زمانی به این طرف آغاز کردیم و نمی خواستیم که حالا سر این موضوع بحث کنیم ولی بعدتر که به این بحث بر میگردیم، انشاالله وتعالی خدمت شما میایم و می گویم که افغانستان فیصله اش درین راستا چیست و به اغلب گمان که ما به طرف این میرویم که فیصله کنیم که اگر امریکا قادر به تجهیز درست ما نیست باید راه افغانستان را هم نگرید، ما باید کار خود را خود ما بکنیم و خریداری تجهیزات بدست خود ما شود.
تشکر، خوش و بخیر آمدید
- منبع: آژانس خبرگزاری افغان ایرکا
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.