خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
پنیټا: کرزی دې پر ناټو د نیوکو پر ځای له دوی څخه مننه وکړی

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
د امریکا دفاع وزیر لییون پنیټا د افغانستان له ولسمشر حامد کرزی څخه وغوښتل؛ چې له انتقاده لاس واخلی او د هغه پر ځای له بهرنیو پوځیانو، چې په افغانستان کې له وسله والو سره په جګړې کې وژل شوې دی، مننه وکړی.
حامد کرزی د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبرې غونډې ته وویل؛ چې د امریکا په مشرۍ ځواکونه په دې کې پاتې راغلی؛ چې هغه وسله وال چې په افغانستان کې بریدونه کوی او بیا بیرته په ګاونډی پاکستان کې پناه اخلی، تعقیب کړی.
پانیټا پرون لاتین امریکا ته ولاړ او په لیما کې یې خبریالانو ته وویل؛ کرزی باید د دې نیوکو پر ځای د ناټو د پوځیانو د قربانیو مننه وکړی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.