خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/05/13 0:0کد خبر: 1197

زرداری: نړیواله ټولنه د افغانستان جګړه بایلی

زرداری: نړیواله ټولنه د افغانستان جګړه بایلی - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د پاکستان جمهور رئیس اصف علی زرداری فرانسوی ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلی، چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د وسلوالو طالبانو پر وړاندې روانه جګړه بایلی. د فرانسې لی مون ورځپاڼې د زرداری له قوله لیکلی، نړیوال ائتلاف له وړاندې نه د عامو افغانانو د زړونو او ذهنونو په ګټلو کې پاتې راغلى دى. د پاکستان جمهور رئیس د خپل هېواد د دریځ په باب په داسې حال کې خبرې کوی، چې د راپورونو له مخې، دغه هېواد له وسلوالو طالبانو سره اړیکې او خواخوږی لری. د ویکی لیکس انټرنټ پاڼې په زرګونو خپرو شویو اسنادو کې اکثره سندونه د پاکستان د دغه ارتباط په اړه دی. په دغو اسنادو کې د پاکستان د استخباراتو د پخوانی مشر جنرال حمید ګل نوم زیات یاد شوى، چې طالبانو ته یې امکانات برابر کړی. زرداری د بریتانیا د صدراعظم ډېوېډ کامرون پر هغو څرګندونو هم انتقاد وکړ، چې ویلی یې وو، پاکستان له طالبانو سره نژدې اړیکې لری. تردې یوه اوونۍ مخکې د بریتانیا صدراعظم ویلی وو، چې په پاکستان کې ځینې کړۍ شته، چې له طالبانو سره هم لار لری او له نړیوالې ټولنې سره هم اړیکې پالی. زرداری په داسې حال کې د نورو هېوادونو په سفر وتلى، چې په هېواد کې یې سختو سېلابونو شا و خوا شپاړس سوه کسان وژل او تر یو ملیون ډېر وګړی بې کوره او ځپل شوی دی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.