خبرگزاری افغان ایرکا | Afghan Irca News Agency
تاریخ انتشار: 1405/05/26 10:19کد خبر: 119705

«غیرشرعی» غوښتنې نه منو- د اسلامی امارت رهبر

«غیرشرعی» غوښتنې نه منو- د اسلامی امارت رهبر - خبرگزاری افغان ایرکا

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ شیخ هبة الله آخوندزاده دا څرګندونې د شنبې پر ماښام( د زمری څلیریشتمه ) د کندهار په نظامی هوایی ډګر کې یوې غونډې ته کړې دی.

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

د اسلامی امارت رهبر شیخ هبة‌الله آخوندزاده وایی، «غیرشرعی» غوښتنو ته به مثبت ځواب ورنه‌کړی او د «ناوړه فرمایشونو» پر ځای د خلکو الهی او دینی حقونو ته ژمن دی.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ شیخ هبة‌الله آخوندزاده دا څرګندونې د شنبې پر ماښام( د زمری څلیریشتمه ) د کندهار په نظامی هوایی ډګر کې یوې غونډې ته کړې دی.

    هغه یو ځل بیا پر یووالی او اطاعت ټینګار کړی او له خلکو یې غوښتی؛ د هغه څه تر اغېز لاندې رانشی، چې نوموړی د «دښمنانو ناسم تبلیغات» بللی دی.

    نوموړی له خلکو وغوښتل، چې د اسلامی نظام ملاتړ وکړی، د دغه نظام د مخالفانو پر تبلیغاتو ونه‌غولېږی او د دینی عالمانو او مشرانو درناوی وکړی.

    هغه پر یووالی، اتفاق، ورورولۍ او اطاعت هم ټینګار وکړ.

په دې غونډه کې د کندهار ولایت یو شمېر لوړپوړو ملکی او پوځی چارواکو هم ګډون کړی و.

ویل کیږی، چې د غونډې په پای کې د اسلامی امارت د امنیتی او دفاعی ځواکونو رسم‌ګذشت هم ترسره شو او پرمختللې پوځی وسلې او تخنیکی وسایط نندارې ته وړاندې شول.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه

تگ‌ها:

نظرات مخاطبان