خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1405/05/26 10:27کد خبر: 119707

د اسلامی امارت رهبر د اوسنی حکومت پر نه رسمیت پېژندنې نیوکه کړې

 د اسلامی امارت رهبر د اوسنی حکومت پر نه رسمیت پېژندنې نیوکه کړې  - خبرگزاری افغان ایرکا

شیخ هبت الله اخندزاده ویلی، افغانستان د اسلامی شریعت پر بنسټ له نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او د نړیوالې ټولنې له لوری یې د اوسنی حکومت پر نه رسمیت پېژندلو نیوکه کړې ده.

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

په کندهار کې د اسلامی امارت د رهبر په حضور کې د اسلامی امارت د بیا واکمنۍ پنځمه کلیزه ونمانځل شوه.

د اسلامی امارت رهبر شیخ هبت‌الله اخندزاده په دې غونډه کې له خلکو غوښتی چې خپلمنځی یووالی او یو بل منل وساتی.

نوموړی د خپلو خبرو په بله برخه کې د عدالت پر تأمین او د شرعی احکامو پر پلی کېدو ټینګار وکړ.

د اسلامی امارت مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده وویل: «زه پر تاسو د شریعت احکام صادروم او پلی کوم. د شریعت خلاف ماته اجازه نشته او ژمنه کوم چې پر همدې بنسټ به عمل کوم. کوم شریعت چې پر تاسو پلی کوم، پر ځان یې هم پلی کوم او ځان پرې مکلف ګڼم.»

د اسلامی امارت مشر همداراز ویلی چې د پخوا پر خلاف، اوس په ټول هېواد کې حاکمیت «سراسری او قاطع» دی.

شیخ هبت‌الله اخندزاده ویلی، افغانستان د اسلامی شریعت پر بنسټ له نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او د نړیوالې ټولنې له لوری یې د اوسنی حکومت پر نه رسمیت پېژندلو نیوکه کړې ده.

هغه زیاته کړه: «پرونی حکومت چې ان پر یوې ولسوالۍ یې هم حاکمیت نه درلود، نړۍ په رسمیت پېژانده؛ خو نن چې د اسلامی امارت حکومت پر ټول افغانستان حاکم دی، په رسمیت یې نه پېژنی.»

د 1400 لمریز کال د زمری پر 24مه، د کابل له سقوط سره په هېواد کې جمهوری نظام پای ته ورسېد او د افغانستان په معاصر تاریخ کې نوی پړاو پیل شو.

له 1400 کال راهیسې هر کال د زمری 24مه هېواد کې په بېلابېلو بڼو نمانځل کېږی.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه

# موضوعات مرتبط

  • # د اسلامی امارت رهبر
  • # هبت الله اخندزاده
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.