خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1405/05/30 13:2کد خبر: 119749

هرات کې د ملګرو ملتونو نیول شوی دوه کارکوونکی بېرته خوشی شول

هرات کې د ملګرو ملتونو نیول شوی دوه کارکوونکی بېرته خوشی شول - خبرگزاری افغان ایرکا

نړۍوالو رسنیو د ملګرو ملتونو په حواله راپور ورکړی، د دغه سازمان دوه کارکوونکی چې څه باندې یوه اونۍ مخکې په هرات کې د اسلامی امارت له خوا نیول شوی وو، خوشې شوی دی.

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

«اسوشیټېد پرېس» راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک پنجشنبه په نیویارک کې د دغه سازمان په مرکزی دفتر کې خبریالانو ته ویلی چې یاد دوه کارکوونکی خوشی شوی، روغتیایی وضعیت یې ښه دی او ظاهراً له کومې بلې قضایی یا حقوقی ستونزې سره نه دی مخ شوی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوی دفتر (یوناما) هم ویلی چې دغه دوه کارکوونکی چې د اګسټ په نهمه په هرات ښار کې نیول شوی وو، د پنجشنبه سهار خوشی شوی او روغتیایی وضعیت یې ښه ښودل شوی دی.

یوناما زیاته کړې چې تر اوسه په رسمی ډول د دغو دوو کارکوونکو د نیول کېدو لامل نه دی معلوم، خو له افغان چارواکو سره د موضوع د تعقیب لړۍ ته دوام ورکوی.

د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې راغلی چې دغه سازمان موضوع څاری، څو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د امتیازونو او مصونیتونو، د دغه سازمان د کارکوونکو او اړوندو کسانو د امنیت، مصونیت او د تګ راتګ د ازادۍ د خوندیتوب ډاډ ترلاسه شی.

افغان چارواکو تر اوسه د ملګرو ملتونو د دغو دوو کارکوونکو د خوشی کېدو په اړه څه نه دی ویلی.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه

# موضوعات مرتبط

  • # یوناما
  • # هرات
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.