خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1405/05/30 13:3کد خبر: 119750

د سویس فدرالی محکمې د شخصی شرایط لرونکو افغان کډوالو د ایستلو جواز ورکړی

د سویس فدرالی محکمې د شخصی شرایط لرونکو افغان کډوالو د ایستلو جواز ورکړی - خبرگزاری افغان ایرکا

د سویس فدرالی اداری محکمې ویلی چې د ځانګړو شخصی شرایط لرونکی افغانان په ځینو مواردو کې له سویس څخه افغانستان ته ایستل کېدای شی.

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

 د سویس خبری رسنۍ (SWI) د چهارشنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلی چې دغې محکمې له سویس څخه د یوه ځوان افغان د ایستلو د پرېکړې پر وړاندې د هغه د استیناف غوښتنه رد کړې ده.

د راپور له مخې، د محکمې قاضیانو د حکم له صادرولو مخکې په افغانستان کې امنیتی او بشری وضعیت بیا ارزولی دی.

سرچینې د محکمې له قوله لیکلی چې د افغانانو بېرته افغانستان ته ستنول باید لا هم محدود وی؛ خو په هغو مواردو کې چې یو کس مناسب شخصی شرایط ولری، افغانستان ته یې ایستل جواز لرلی شی.

په راپور کې راغلی چې دغه حکم د افغانستان پر ټولو سیمو د پلی کېدو وړ بلل شوی دی.

د دې قضیې دوسیه د یوه ځوان افغان په اړه ده چې کاری سابقه لری او ویل شوی چې په کابل کې د کورنۍ د یوې شبکې له ملاتړه هم برخمن دی.

د سویس د کډوالۍ ادارې د 2025 کال په پای کې د دغه کس د پناه غوښتنه رد کړې او له هغه یې غوښتی وو چې سویس پرېږدی.

د راپور له مخې، دغه حکم ښایی افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د سویس د تګلارې د بدلون څرګندونه وکړی؛ ځکه له دې مخکې افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کسانو د وضعیت په اړه جدی اندېښنې مطرح شوې وې.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه

# موضوعات مرتبط

  • # سویس
  • # لرونکو افغان
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.