خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1405/05/30 13:4کد خبر: 119751

کرزی: د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار محدودیتونه د اسلامی امارت د نړۍوال مشروعیت بهیر سختوی

کرزی: د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار محدودیتونه د اسلامی امارت د نړۍوال مشروعیت بهیر سختوی - خبرگزاری افغان ایرکا

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی ویلی، د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار وضعه شوی محدودیتونه د اسلامی امارت لپاره د نړۍوال مشروعیت ترلاسه کولو بهیر ستونزمنوی.

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

 «سټریټس ټایمز» ورځپاڼې د بلومبورګ په حواله راپور ورکړی چې کرزی د بلومبورګ د «میشال حسین» له خپرونې سره په خبرو کې ویلی، د اسلامی امارت له بیا واکمنېدو راهیسې یې تل د دغه حکومت له چارواکو سره اړیکې ساتلې او هر وخت چې ورته فرصت برابر شوی، له هغوی یې غوښتی چې پر ښځو او نجونو لګېدلی محدودیتونه کم کړی.

کرزی ویلی، زده‌کړې او د کار په بازار کې د ښځو ونډه د افغانستان د راتلونکی لپاره ډېر مهمه دی.

هغه زیاته کړې: «ما له هماغه پیله دا کار کړی دی؛ څو ځله مې له هغوی سره خبرې کړې او د افغانستان لپاره مې د زده‌کړو پر اهمیت او د افغان ښځو، چې د ټولنې نیمایی برخه جوړوی، کار ته د بېرته ستنېدو پر اهمیت ټینګار کړی دی.»

کرزی ویلی، د اسلامی امارت یو شمېر چارواکی د دې موضوع پر اهمیت پوهېږی او په دې برخه کې د هغه له نظر سره موافق دی.

کرزی زیاته کړې چې د اسلامی امارت په رسمیت پېژندنه او نړۍوال مشروعیت په افغانستان کې د ځینو شرایطو له پوره کېدو سره تړاو لری او نړۍوالې ټولنې او ملګرو ملتونو هم څو ځله له نجونو ته د زده‌کړو او ښځو ته د کار د حق د بېرته ورکړې غوښتنه کړې ده.

کرزی په دې مرکه کې له پاکستانه هم غوښتی چې د افغانستان د کمزوری کولو پر ځای له دغه هېواد سره د «متمدنو اړیکو» رامنځته کولو هڅه وکړی

  • لینک کوتاه

# موضوعات مرتبط

  • # کرزی
  • # طالبان
  • # افغانستان
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.