«سټریټس ټایمز» ورځپاڼې د بلومبورګ په حواله راپور ورکړی چې کرزی د بلومبورګ د «میشال حسین» له خپرونې سره په خبرو کې ویلی، د اسلامی امارت له بیا واکمنېدو راهیسې یې تل د دغه حکومت له چارواکو سره اړیکې ساتلې او هر وخت چې ورته فرصت برابر شوی، له هغوی یې غوښتی چې پر ښځو او نجونو لګېدلی محدودیتونه کم کړی.

کرزی ویلی، زده‌کړې او د کار په بازار کې د ښځو ونډه د افغانستان د راتلونکی لپاره ډېر مهمه دی.

هغه زیاته کړې: «ما له هماغه پیله دا کار کړی دی؛ څو ځله مې له هغوی سره خبرې کړې او د افغانستان لپاره مې د زده‌کړو پر اهمیت او د افغان ښځو، چې د ټولنې نیمایی برخه جوړوی، کار ته د بېرته ستنېدو پر اهمیت ټینګار کړی دی.»

کرزی ویلی، د اسلامی امارت یو شمېر چارواکی د دې موضوع پر اهمیت پوهېږی او په دې برخه کې د هغه له نظر سره موافق دی.

کرزی زیاته کړې چې د اسلامی امارت په رسمیت پېژندنه او نړۍوال مشروعیت په افغانستان کې د ځینو شرایطو له پوره کېدو سره تړاو لری او نړۍوالې ټولنې او ملګرو ملتونو هم څو ځله له نجونو ته د زده‌کړو او ښځو ته د کار د حق د بېرته ورکړې غوښتنه کړې ده.

کرزی په دې مرکه کې له پاکستانه هم غوښتی چې د افغانستان د کمزوری کولو پر ځای له دغه هېواد سره د «متمدنو اړیکو» رامنځته کولو هڅه وکړی