رویټرز نن (جمعه) راپور ورکړی چې ټرمپ دوه ورځې مخکې ویلی، تمه لری د روان کال په وروستیو کې له کیم سره ووینی. نوموړی دغه څرګندونې وروسته له هغه کړې چې له جنوبی کوریا سره په ګډو پوځی تمرینونو کې یې د امریکا د رول د پام وړ کمولو امر وکړ.
د راپور له مخې، ټرمپ هڅه کوی له شمالی کوریا سره ځنډول شوې خبرې بیا پیل کړی او له کیم سره احتمالی لیدنه په خپله بهرنۍ تګلاره کې د یوې لاستهراوړنې په توګه مطرح کړی.
رویټرز لیکلی چې د شمالی کوریا د رهبر خور کیم یو جونګ د واشنګټن د هڅو په غبرګون کې ویلی، پیونګیانګ لا هم د امریکا په «دښمنانه» سیاست کې د بدلون نښه نه وینی؛ خو زیاته کړې یې ده چې د ټرمپ او کیم ترمنځ شخصی اړیکې لا هم «عالی» دی.
شمالی کوریا د امریکا او جنوبی کوریا د ګډو پوځی تمرینونو کمول هم بسنه کوونکی نه دی بللی او ټینګار یې کړی چې واشنګټن باید له پیونګیانګ سره د خبرو د بیا پیل لپاره په خپله تګلاره کې بدلون راولی.
ټرمپ او کیم په 2018 او 2019 کلونو کې څو تاریخی لیدنې کړې وې؛ خو د شمالی کوریا د اټومی پروګرام په اړه د دواړو لورو خبرې له کومې هوکړې پرته پای ته ورسېدې.
رویټرز زیاته کړې چې له چین او روسیې سره د پیونګیانګ د اړیکو پراختیا د واشنګټن سره د خبرو بیا پیلولو ته د دغه هېواد اړتیا د پخوا په پرتله کمه کړې ده.

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.