خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1405/05/30 13:16کد خبر: 119755

«حسیب پنجشیری» د طالبانو د ځواکونو له خوا ووژل شو

«حسیب پنجشیری» د طالبانو د ځواکونو له خوا ووژل شو - خبرگزاری افغان ایرکا

د طالبانو استخباراتو ته نږدې یوې رسنۍ اعلان کړی چې «حسیب پنجشیری»، چې په «حسیب قوای مرکز» مشهور و، د شمالی سالنګ پر لاره د طالبانو د امنیتی ځواکونو په تعقیبی ـ توقیفی عملیاتو کې وژل شوی دی.

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

المرصاد په یوه امنیتی راپور کې لیکلی: حسیب پنجشیری د مقاومت جبهې له پېژندل شوو قوماندانانو څخه و او هغه کس و چې په وروستیو کلونو کې یې په پنجشېر کې د حکومت پر ضد فعالیت کاوه. نوموړی د طالبانو د امنیتی ځواکونو په یوه هدفمند عملیات کې، هغه مهال ووژل شو چې د شمالی سالنګ پر لور روان و.

د یوې باخبره سرچینې په وینا، چې له المرصاد سره یې خبرې کړې، په دې پېښه کې د «حسیب قوای مرکز» ترڅنګ د هغه دوه ملګری هم وژل شوی او د دې ډلې 9 نور غړی نیول شوی دی.

د افغانستان د ملی مقاومت جبهې د سیاسی دفتر مشر عبدالله خنجانی په یوه ویډیویی پیغام کې د حسیب قوای مرکز د وژل کېدو خبر تایید کړی دی.

35 کلن حسیب پنجشیری په 2010 کال کې د پوځی زده‌کړو له بشپړولو وروسته د افغانستان د ملی امنیت ادارې (NDS) ځانګړو ځواکونو ته شامل شو.

هغه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د دې ادارې په ګڼو عملیاتو کې ګډون وکړ او د خپلې میدانی وړتیا له امله په چټکۍ سره مهمو امنیتی دندو ته لوړ شو.

حسیب په 2018 کال کې، له اته کلنې دندې وروسته، له ملی امنیت سره له همکارۍ لاس واخیست.

د 2021 کال د اګست پر 15مه د جمهوری نظام له سقوط وروسته، حسیب پنجشیری له خپلو تر لاس لاندې ځواکونو سره د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت له جبهې سره یوځای شو او په پنجشېر دره او د هندوکش په غرونو کې یې د طالبانو پر وړاندې په چریکی جګړو کې ګډون وکړ.

هغه په دې موده کې د مقاومت جبهې پر یوه مهم او محوری څېره بدل شو او د طالبانو پر ضد یې په ګڼو عملیاتو کې ګډون وکړ.

په وروستیو کلونو کې د هغه انځورونه او ویډیوګانې په غرنیو سیمو کې خپرېدې، چې ښودله یې نوموړی لا هم د افغانستان په دننه کې د مقاومت له ځواکونو سره یوځای حضور لری.

هغه په یوه ویډیو کې ټینګار کړی و چې د طالبانو پر وړاندې به خپلې وسله‌والې مبارزې ته دوام ورکړی.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه

# موضوعات مرتبط

  • # حسیب پنجشیری
  • # طالبان
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.