خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1405/05/30 13:20کد خبر: 119757

بلاروس افغانستان ته د نفتی توکو په لېږد او واردولو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی

بلاروس افغانستان ته د نفتی توکو په لېږد او واردولو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی - خبرگزاری افغان ایرکا

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایی، بلاروس افغانستان ته د نفتی توکو د لېږد او واردولو برخه کې له دولتی ادارو او خصوصی سکټور سره د مستقیمې همکارۍ او تړونونو لاسلیکولو لپاره چمتووالی ښودلی دی.

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

 دغه وزارت نن (جمعه) په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې د دغه وزارت مرستیال مولوی احمدالله زاهد د بلاروس د سوداګرۍ وزارت له مرستیال ولادی میرویچ ریژکوفسکی، د دغه هېواد د نفتو ادارې له مرستیال ولادی میر سیلویچ سیزوف او د بلاروس د پانګونې خونې له مرستیال ګینادی ویکنتویچ کلیګا سره لیدلی دی.

د خبرپاڼې له مخې، په دغو لیدنو کې د افغانستان او بلاروس ترمنځ د سوداګرۍ د کچې لوړولو، د افغانستان د صادراتو پراختیا، له بلاروس څخه د نفتی توکو واردولو، په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو، د صنعت او انرژۍ برخو کې د همکارۍ او د دواړو هېوادونو د خصوصی سکټورونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوې دی.

سرچینې زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو چارواکو د شته اقتصادی ظرفیتونو پر اغېزناکې کارونې، د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د ګډو پانګونو پر رامنځته کولو او د افغانستان او بلاروس ترمنځ د عملی همکاریو لپاره د زمینې پر برابرولو ټینګار کړی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلی چې د بلاروس لوری ډاډ ورکړی چې افغانستان ته د نفتی توکو د لېږد او واردولو برخه کې له دولتی ادارو او خصوصی سکټور سره د مستقیمې همکارۍ او تړونونو د لاسلیکولو لپاره به لازم اقدامات وکړی.

دا لیدنه داسې مهال شوې چې افغانستان له سیمه‌ییزو او نړۍوالو هېوادونو سره د اقتصادی او سوداګریزو اړیکو د پراختیا له لارې د خپلو صادراتو د زیاتولو، د پانګونې د جلب او د اقتصادی همکاریو د پراختیا لپاره هڅې کوی.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه

# موضوعات مرتبط

  • # افغانستان او بلاروس سوداګریزې اړیکې
  • # په افغانستان کې پانګونه او اقتصادی همکاری
  • # د نفتی توکو واردات
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.