خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1405/05/31 7:52کد خبر: 119773

افغان توکمه عایشه وهاب د امریکاکانګرس سیالیو ته غوره شوه

افغان توکمه عایشه وهاب د امریکاکانګرس سیالیو ته غوره شوه - خبرگزاری افغان ایرکا

عایشه وهاب په نیویارک ښار کې زیږېدلې ده. د رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړې او خور ئې د خپل مور او پلار له مړینې وروسته لومړی د ماشومانو د سرپرستۍ ادارو تر څارنې لاندې وې او وروسته د کلیفورنیا یوې کورنۍ په فرزندۍ ومنلې.

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

زمونږ خبریال د رویترز له قوله راپورراکړ، د امریکاد کلیفورنیا ایالتی سناتوره، افغان الاصله عایشه وهاب د امریکا کانګرس د یوې خالی څوکۍ د ډکولو لپاره په ځانګړو ټاکنو کې بریالۍ شوه.

په راپور کې وئیل شوی دی،د امریکا  د ډیموکرات ګوند افغان توکمه  غړې عایشه وهاب خپله سیاله ملیسا هرنانډېز ماته کړه او په دې توګه لومړنی افغان‌الاصله امریکایۍ شوه چې د امریکا کانګریس ته بریالۍ کېږی. نوموړې همدارنګه د کلیفورنیا په ایالتی سنا کې له دې مخکې لومړۍ مسلمانه او لومړۍ افغان‌الاصله امریکایۍ وه چې دې مقام ته رسېدلې وه.

د رویټرز د راپور له مخې، وهاب به د ډیموکرات ګوند د پخوانی استازی اېرېک سوالوېل خالی شوې څوکۍ ډکه کړی. سوالوېل د ناوړه جنسی چلند له تورونو سره له مخامخ کېدو وروسته د اپرېل په میاشت کې له خپلې څوکۍ استعفا کړې وه.

د وهاب له بری سره به د کانګرس په استازو جرګه کې د دیموکراتانو څوکۍ 213 او د جمهوریپالو 218 څوکۍ وی.

عایشه وهاب په نیویارک ښار کې زیږېدلې ده. د رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړې او خور ئې د خپل مور او پلار له مړینې وروسته لومړی د ماشومانو د سرپرستۍ ادارو تر څارنې لاندې وې او وروسته د کلیفورنیا یوې کورنۍ په فرزندۍ ومنلې.

وهاب په سیاسی علومو کې زده‌کړې کړې، د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې یې تخصصی زده‌کړې بشپړې کړې او د ټولنیزو چارو/ټولنیزې مرستې (Social Work) په برخې کې ئې پی ایچ دی ترلاسه کړې ده.

د واشنګټن پوسټ او یو شمېر نورو رسنیو د راپورونو له مخې، د «متحدې ډیموکراسۍ پروژې» په نوم یوې اسرائیل پلوې لابی ډلې د اګست له لومړیو راهیسې کابو  2.5 میلیون ډالر د وهاب د سیالې، هرنانډېز، د کمپاین د پیاوړتیا لپاره لګولی دی.

که څه هم وهاب په ځانګړو انتخاباتو کې بریالۍ شوه، خو د کانګرس د څوکۍ لپاره د هغې او ملیسا هرنانډېز سیالی لا پای ته نه ده رسېدلې.

ټاکل شوې دواړه کاندیدې په نومبر میاشت کې بیا سره مخامخ شی. د نومبر د ټاکنو ګټونکې به د کانګرس  څوکۍ د بشپړ دورې؛ یعنی د دوو کلونو لپاره ترلاسه کړی.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه

# موضوعات مرتبط

  • # عایشه وهاب
  • # کانګرس
  • # ټاکنې
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.