زمونږ خبریال د رویترز له قوله راپورراکړ، د امریکاد کلیفورنیا ایالتی سناتوره، افغان الاصله عایشه وهاب د امریکا کانګرس د یوې خالی څوکۍ د ډکولو لپاره په ځانګړو ټاکنو کې بریالۍ شوه.
په راپور کې وئیل شوی دی،د امریکا د ډیموکرات ګوند افغان توکمه غړې عایشه وهاب خپله سیاله ملیسا هرنانډېز ماته کړه او په دې توګه لومړنی افغانالاصله امریکایۍ شوه چې د امریکا کانګریس ته بریالۍ کېږی. نوموړې همدارنګه د کلیفورنیا په ایالتی سنا کې له دې مخکې لومړۍ مسلمانه او لومړۍ افغانالاصله امریکایۍ وه چې دې مقام ته رسېدلې وه.
د رویټرز د راپور له مخې، وهاب به د ډیموکرات ګوند د پخوانی استازی اېرېک سوالوېل خالی شوې څوکۍ ډکه کړی. سوالوېل د ناوړه جنسی چلند له تورونو سره له مخامخ کېدو وروسته د اپرېل په میاشت کې له خپلې څوکۍ استعفا کړې وه.
د وهاب له بری سره به د کانګرس په استازو جرګه کې د دیموکراتانو څوکۍ 213 او د جمهوریپالو 218 څوکۍ وی.
عایشه وهاب په نیویارک ښار کې زیږېدلې ده. د رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړې او خور ئې د خپل مور او پلار له مړینې وروسته لومړی د ماشومانو د سرپرستۍ ادارو تر څارنې لاندې وې او وروسته د کلیفورنیا یوې کورنۍ په فرزندۍ ومنلې.
وهاب په سیاسی علومو کې زدهکړې کړې، د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې یې تخصصی زدهکړې بشپړې کړې او د ټولنیزو چارو/ټولنیزې مرستې (Social Work) په برخې کې ئې پی ایچ دی ترلاسه کړې ده.
د واشنګټن پوسټ او یو شمېر نورو رسنیو د راپورونو له مخې، د «متحدې ډیموکراسۍ پروژې» په نوم یوې اسرائیل پلوې لابی ډلې د اګست له لومړیو راهیسې کابو 2.5 میلیون ډالر د وهاب د سیالې، هرنانډېز، د کمپاین د پیاوړتیا لپاره لګولی دی.
که څه هم وهاب په ځانګړو انتخاباتو کې بریالۍ شوه، خو د کانګرس د څوکۍ لپاره د هغې او ملیسا هرنانډېز سیالی لا پای ته نه ده رسېدلې.
ټاکل شوې دواړه کاندیدې په نومبر میاشت کې بیا سره مخامخ شی. د نومبر د ټاکنو ګټونکې به د کانګرس څوکۍ د بشپړ دورې؛ یعنی د دوو کلونو لپاره ترلاسه کړی.

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.