خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1405/05/31 13:2کد خبر: 119791

د امریکا فدرالی قاضی د ټرمپ د حکومت د 75 هېوادونو لپاره د ویزو تګلاره لغوه کړه

د امریکا فدرالی قاضی د ټرمپ د حکومت د 75 هېوادونو لپاره د ویزو تګلاره لغوه کړه - خبرگزاری افغان ایرکا

په امریکا کې یوه فدرالی قاضی د ټرمپ د حکومت هغه سخته تګلاره لغوه کړې چې له مخې یې د 75 هېوادونو د اتباعو لپاره د ویزو پر صادرولو بندیز لګېدلی و.

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د خپرو شویو راپورونو له مخې، د جمعې په ورځ، د زمری په 30مه، قاضی وارګاس د 75 هېوادونو د اتباعو لپاره د ویزو د صادرولو د بندیز په اړه حکم صادر کړ او هغه تګلاره یې لغوه کړه چې مخکې د ټرمپ حکومت وضع کړې وه.

دې قاضی ویلی چې د امریکا د حکومت له خوا د ویزو د صادرولو درول د دغه هېواد له مهاجرتی قوانینو سره سمون نه لری او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو صلاحیت نه لری چې د مهاجرتی قوانینو له چوکاټ څخه ور هاخوا اقدام وکړی.

وارګاس په خپل حکم کې ویلی چې د امریکا د مهاجرت قانون اجازه نه ورکوی چې د ویزو صادرول یوازې د متقاضی د تابعیت پر بنسټ او په عمومی ډول ودرول شی؛ بلکې باید داسې عوامل لکه له عامه مرستو سره د فرد تړاو، د متقاضی عمر، کورنی وضعیت، مالی سرچینې، زده کړې او مهارتونه په پام کې ونیول شی.

دغه قاضی، چې د جو بایډن د ولسمشرۍ پر مهال دې دندې ته ټاکل شوې وه، همداراز ویلی چې نوموړې حکم د بشری حقونو د یو شمېر بنسټونو له شکایت وروسته صادر کړی دی. په دغو بنسټونو کې د کاتولیک مهاجرتی حقوقی شبکې او د افریقایی ټولنو د یوځایوالی سازمان، سربېره پر یو شمېر د مهاجرتی ویزو متقاضیانو، شامل دی.

د یادونې وړ ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د 2026 کال په جنوری کې اعلان کړی و چې د 75 هېوادونو د اتباعو لپاره، چې افغانستان، ایران، پاکستان، بنګله‌دېش او د افریقا، منځنی ختیځ، لاتینې امریکا او کارائیب د سیمې یو شمېر هېوادونه هم پکې شامل دی، د ویزو صادرول دروی.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه

# موضوعات مرتبط

  • # ډونالډ ټرمپ
  • # د ویزو بندیز
  • # د امریکا مهاجرتی سیاست
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.