خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/05/31 19:9کد خبر: 119793

طالبانو د پولیسو نوی قانون توشیح کړ؛ په افغانستان کې هر ډول مظاهرې منع دی

طالبانو د پولیسو نوی قانون توشیح کړ؛ په افغانستان کې هر ډول مظاهرې منع دی - خبرگزاری افغان ایرکا

د عدلیې وزارت وایی چې د شرطې قانون د اسلامی امارت د مشر له لوری له توشېح وروسته په رسمی جریده کې خپور شوی دی.

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

طالبانو د خپلې ډلې د پولیسو په قانون کې په افغانستان کې د هر ډول مظاهرو ترسره کول منع کړی دی.

د عدلیې وزارت نن (شنبه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلی چې د شرطې یا پولیسو قانون له توشېح وروسته د رسمی جریدې په 1496مه ګڼه کې خپور شوی چې یوه مقدمه، دوه بابونه، پنځه فصلونه او 53 مادې لری او د کورنیو چارو وزارت یې د تطبیق مرجع ده.

د خبرپاڼې له مخې، په دغه قانون کې د امنیت ټینګښت، د پولو امنیت، عبور او مرور، بندیانو، لرغونو اثارو او ځنګلونو، د ماشومانو د تأدیب، د اورلګېدنې د مخنیوی، د نشه‌یی توکو د مخنیوی، د انسان‌تښتونې او قاچاق د مخنیوی او نورو اړوندو برخو کې د پولیسو دندې مشخصې شوې دی.

دغه وزارت ویلی چې په قانون کې د پولیسو له لوری د اشخاصو د هویت تثبیت، جلب او احضار، د مجرم نیول، د مظنون تر څارنې لاندې راوستل، تلاشی او د پولیسو ځینی نور اقدامات هم بیان شوی او په بېلابېلو برخو کې د وسایلو د کارولو صلاحیتونه یې هم مشخص شوی دی.

په دې قانون کې د 50مې مادې له مخې راغلی دی: «د افغانستان په قلمرو کې هر ډول مظاهره منع ده.»

په دې قانون کې د دې ممنوعیت د حدودو او د عملی کولو د څرنګوالی په اړه نور وضاحت نه دی ورکړل شوی.

طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې څو ځله اعتراضونه ځپلی او یو شمېر اعتراض کوونکی یې نیولی دی.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه

# موضوعات مرتبط

  • # د عدلیې وزارت
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.